امریکا کې د اماراتو 'حجاب' فلم ننداره

د عکس سرچینه،
د متحده عربي اماراتو فلم جوړوونکي د راتلونکې جمعې په ورځ (اکتوبر ۱۶مه) د امریکا لاس انجلیس ایالت په "لایمل" سینما کې د "حجاب"په نامه خپل تولید کړی فلم نندارې ته وړاندې کوي. ددغه فلم ننداره به تر یوې اونۍ پورې دوام لري.
په دغه ۷۸ دقیقه ییز فلم کې د ښځې د سر د پړوني مساله راخیستل شوې چې ولې مسلمانې ښځې ټينګار ورباندې کوي او ځینې نورې یې بیا د نه پر سرولو لپاره لېواله دي.
دا فلم د "اناسي فلمونو تولیدي شرکت" له خوا جوړ شوی. هدف یې له اسلام وړاندې پېر راهیسې په ښځو کې د حجاب مراعاتولو پر موضوع رڼا اچول دي، خو په عمومي ډول د حجاب په اړه ګڼې پوښتنې هم پکې مطرح او ځواب شوې دي.
فلم په اماراتو کې د شیخې الیازیه بن نهیان بن مبارک آل نهیان تولید دی، چې په جوړولو کې یې د سوریې مازن الخیرات، د اماراتو نهله الفهد او بریتانوي اوویدیو سالازار ونډه لرلې ده.
اویدیو سالازار په مستندو فلمونو جوړولو کې نړیوال شهرت لري.
"حجاب" فلم د درو قارو په نهو هېوادونو (بریتانیا، فرانسې، هالنډ، ډنمارک، ترکیې، مصر، سوریې، مراکش او اماراتو) کې ثبت شوی دی.

د عکس سرچینه،
په دغه فلم کې اروپا او منځني ختیځ کې له ګڼو شخصیتونو سره مرکې شوې، او له محجبو ښځو د حجاب کولو او نه حجاب کوونکو ښځو یې د نه کولو لاملونه پوښتل شوي.
په فلم کې د درو اسماني دینونو له علماوو او وتلو کارپوهانو نه د حجاب په اړه تاریخي، کلتوري او دیني اړخونه پوښتل شوي.









