واشنګټن: د اسد د جګړې غځولو ژمنه لا ګډوډي راولي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا متحدو ایالتونو د سوریې د ولسمشر بشار الاسد هغه وینا پاروونکې بللې چې وايي د سوریې یوه "لوېشت" ځمکه به هم مخالفانو ته پرې نه ږدي.
واشنګټن له روسیې او ایران غوښتي چې پر اسد د جګړې درولو لپاره فشار راوړي.
بشارالاسد د نوي پارلمان پروړاندې په تلوېزیوني وینا کې د جګړې غځولو اعلان وکړ او دا جګړه یې د "ترهګرۍ" پرضد جنګ وباله.
د اسد دا څرګندونې د ملګرو ملتونو له خوا د د سوریې په جګړه کې د اوربند ماتولو په تړاو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي، د اسد دا وینا کوم نوي څه نه لري "دی هماغه پخوانی اسد دی".
ټونر زیاتوي، واشنګټن د اسد له اصلي ملګري روسیې غوښتي چې اسد ورکنټرول کړي:
"موږ اوس هم په دې باور یو چې روسیه او ایران پر اسد نفوذ لري او په جګړه او سیاسي هڅو کې یې مخه نیولی او یا پرېښودلی شي".
خو د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ویلي: "پر واک د اسد د منګولو ټینګولو پرېکړه له ګډوډۍ پرته بله پایله نه لري. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې وضعیت بدلولی شي".
د اسد د مخالفانو په ګډون، د سعودي عربستان او ترکیې په څېر د "اړیکو هېوادونه" د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سوله ییزې عملیې پر هوکړې سلا شول، چې هدف یې په سوریه کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې روانې جګړې ته د حل لارې موندل دي.
د سولهې خبرو د پیلامې په پلمه د جګړې درولو په هدف د امریکا متحدو ایالتونو او روسیې منځګړیتوب وکړ، خو دغه خبرې په تېره اپرېل میاشت کې هغه مهال ناکامې شوې، چې د اسد اصلي مخالف ایتلاف د سوریې پر خاوره د ناوړه وضعیت له کبله له خبرو شاته شول.

د عکس سرچینه، AP
په وروستیو کې د سوریې پوځ او ملاتړو وسله والو یې د روسیې په هوايي همکارۍ د جګړې په ډګر کې پرمختګ وکړ.
د سوریې پوځ په تېره مارچ میاشت کې د "اسلامي دولت" له ډلې د تدمر ښار په بېرته نیولو وتوانېد.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په حلب کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
اسد پخپله وینا کې د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان حلب ته د سوري پوځ پروړاندې د زرګونو وسله والو د استولو تور لګولی.
اسد ویلي، حلب به "د اردوغان د خوبونو د دفن کولو هدیره" وګرځي.

د عکس سرچینه، Reuters








