اسد ته د کېري ګواښ: پوځي چاره 'ناوړه پایله' لري

کېري وايي، که اسد جګړې ته دوام ورکړي، سوریه به د کورنۍ جګړې په اور کې لا نوره لولپه شي

د عکس سرچینه، SANA

د عکس تشریح، کېري وايي، که اسد جګړې ته دوام ورکړي، سوریه به د کورنۍ جګړې په اور کې لا نوره لولپه شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته خبرداری ورکړی، چې له پوځي لارې د سوریې کورنۍ جګړه نه شي ختمېدای.

کېري ویلي، که چېرې د سوریې دولت د تاوتریخوالي کمولو په تړاو هوکړې تر پښو لاندې کولو ته دوام وکړي، پایلې به یې ناوړه وي.

په سوریه – په تېره بیا حلب ښار کې – د تاوتریخوالي ډېرېدو محدود اوربند ته ډېر زیان اړولی. په تېرو ۱۰ ورځو کې حلب کې تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ۵۰ یوازې حلب کې پر یوه روغتون د حکومتي ځواکونو په برید کې وژل شوي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د سوریې شخړې ته د حل په موخه د دیپلوماتیکو هڅو په لړ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، امکان لري د سوریې په یو اړخیزه اوربند کې حلب ښار هم شامل شي.

د سوریې د کړکېچ د هواري په موخه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره خبرې کړې دي. نوموړي له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، له ملګرو ملتونو او امریکا سره اوس پر دې خبرې روانې دي چې اوربند کې حلب ښار هم شامل شي.

د عکس سرچینه، Reuters

لاذقیه او دمشق له لا وړاندې په دې محدود اوربند کې شامل دي.

جان کېري ویلي: "که چېرې اسد پر ژمنو ونه درېږي، نو ناوړه پایلې به ولري او بیا به په هېواد کې جګړه سخته شي".

پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې په ورځ په حلب کې د امنیتي وضعیت د څېړلو په تړاو بېړنۍ ناسته لري.

په پام کې ده، چې په دې ناسته کې غړي هېوادونه، چې د فرانسې او بریتانیا استازي هم وربلل شول، په حلب کې د سیاسي وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال جیفري فیلټمن راپور هم واوري.

جان کېري ویلي: "که چېرې اسد پر ژمنو ونه درېږي، نو ناوړه پایلې به ولري او بیا به په هېواد کې جګړه سخته شي".
د عکس تشریح، جان کېري ویلي: "که چېرې اسد پر ژمنو ونه درېږي، نو ناوړه پایلې به ولري او بیا به په هېواد کې جګړه سخته شي".
د سوریې د کړکېچ د هواري په موخه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره خبرې کړې دي.
د عکس تشریح، د سوریې د کړکېچ د هواري په موخه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وویل، مسکو له ملګرو ملتونو او واشنګټن سره په دې هڅه کې دی چې حلب هم په هغه اوربند کې شامل شي، چې وړاندې په دمشق او لاذقیه کې د شنبې په ورځ اعلان شوی و.

د تېرې سې شنبې په ورځ حلب کې د مخالفو تر ولکې لاندې سیمو کې بریدونو لږترلږه ۱۴ کسان وژلي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters