له حلب پرته سوریه کې لنډمهالی اوربند پیل شو

د عکس سرچینه، Reuters
د سوریې د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې پلازمېنه دمشق او ورڅېرمه سیمو او لاذقیه کې د لنډمهال لپاره اوربند شوی، خو په حلب کې لاهم جګړه ده، چې تر اوسه لسګونه کسان پکې وژل شوي.
دا اوربند شنبې په ورځ ګهیځ وختي پیل شو.
د سوریې پوځ وايي، دا اوربند د ۲۴ ساعتونو لپاره پیل شوی، خو په لاذقیه او د دمشق په شمالي برخو کې بیا تر ۷۲ ساعتونو پورې غځېدلی شي.
دا تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، چې دا اوربند ولې د لنډې مودې لپاره دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویل شوي، هېواد یې په لاذقیه او (الغوطة الشرقیة کې چې دمشق ته څېرمه ده) د جګړې د بندېدو هڅه کوي.
د رویټرز خبري آژانس په حواله، دغه امریکايي چارواکي ویلي ''دا یوه ازموینه ده. غواړو د بریالیتوب لپاره یې له هرې لارې کار واخلو. هیله مو دا ده چې په پای کې اوربند وغځول شي''.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
وړاندې امریکا ويلي وو، چې په سوریه کې د جګړې د درېدو په تړاو له روسیې سره خبرې روانې دي.
څو ورځې وړاندې د دمشق پر یوه روغتون خونړي برید کې – چې د حکومتي ځواکونو له خوا شوی و – تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول، چې ډېری یې ناروغان وو.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جوش ایرنسټ ویلي: ''هیله مو دا ده چې هوکړه ژوندۍ وساتله شي''.

د عکس سرچینه، AFP
د تېرې جمعې په ورځ داسې رپوټونه ورکړل شول، چې د اسد ځواکونو حلب ښار کې پر ډاکټرانو بمباري وکړه، خو د سوریې حکومتي خبري رسنیو وویل، برید پر وسله والو وشو، چې ۱۵ کسان پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP








