م. م: امریکا او روسیه دې د سوریې خبرو کې مداخله وکړي

د عکس سرچینه، AFP

سوریې ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا په سوریه کې د سولې راتلو په تړاو خبرو کې د امریکا – روسیې بېړنۍ مداخله غوښتې ده.

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له وینا وروسته کړې دي.

دی وايي "خبرې تر هغو پورې هېڅ ګټه نه لري، چې اوربند شوی نه وي".

د ملګرو ملتونو دغه استازي دا هم ویلي چې "په سوریه کې د سیاسي واک د لېږد په تړاو د سوري حکومت او لویو مخالفو ډلو ترمنځ د لیدلوري په اړه اختلافونه ژور دي".

نوموړی زیاتوي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په اوسط ډول په ۲۵ دقیقو کې یو سوریایی وګړی وژل شوی، او په ۱۳ دقیقو کې بل ټپي شوی دی.

دي میستورا د خبرو په لړ کې د اتو مخونو په یوه وثیقه کې ویلي "دواړې غاړې سلا دي چې انتقالي اداره کې به د اوسني حکومت غړي او د مخالفو او خپلواکو اړخونو غړي وي".

دي میستورا د خبرو په لړ کې د اتو مخونو په یوه وثیقه کې ویلي "دواړې غاړې سلا دي چې انتقالي اداره کې به د اوسني حکومت غړي او د مخالفو او خپلواکو اړخونو غړي وي".

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دي میستورا د خبرو په لړ کې د اتو مخونو په یوه وثیقه کې ویلي "دواړې غاړې سلا دي چې انتقالي اداره کې به د اوسني حکومت غړي او د مخالفو او خپلواکو اړخونو غړي وي".

نوموړی زیاتوي، د سوریې د سولې په تړاو نورې خبرې به په راتلونکې مې میاشت کې وشي.

سوریه کې د اوربند سربېره، په وروستیو کې جګړه ډېره شوې ده.

د تېرې چارشنبې په ورځ د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې، چې د حلب ختیځ کې یې پر روغتون او د استوګنې پر ځایونو کړي، لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي.

د تېرې چارشنبې په ورځ د حکومتي په وايي بریدونو کې، چې د حلب ختیځ کې یې پر روغتون او د استوګنې پر ځایونو کړي، لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د تېرې چارشنبې په ورځ د حکومتي په وايي بریدونو کې، چې د حلب ختیځ کې یې پر روغتون او د استوګنې پر ځایونو کړي، لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي.

ولسي مدافعو رضاکارانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په وژل شویو کې ماشومان هم دي.