تر ټولو"گلالى" ډاکټر

د سوريې حلب کې د کوچنيانو د ناروغيو يو وروستى متخصص چې لا هم د ياغيانو تر کنترول لاندې دې سيمه کې په خدمت بوخت و، د پنج شنبې په ورځ يوۀ هوايي بريد کې ووژل شو.
ډاکټر محمد وسيم معاذ له ١٤ ناروغانو او دوو نورو ډاکټرانو سره د القدس پر روغتون بريد کې وژل شوى.
ټولو ځاني تلفاتو د سيمې خلکو ته ټکان ورکړى، خو په ځانگړې توگه د ډاکټر معاذ وژل کېدو ډېر خلک خفه کړي دي.
په فېس بوک د هغۀ د يو ملگري لخوا وړاندې شوې پيرزوينې له ٢٣ زره زياتو خلکو يو بل سره شريکې کړې دي.
دې پيغام کې د حلب د کوچنيانو د روغتون مشر ډاکټر حاتم، د ډاکټر معاذ د بشر پالنې او زړورتيا ستاينه کړې ده.
دى وايي " ډاکټر معاذ چې ٣٦ کلن و، د ورځې به يې د کوچنيانو روغتون کې کار کاوه او ماښام به يې د القدس روغتون کې سخت ناروغان کتل".

د عکس سرچینه، Reuters
دى وړاندې زياتوي، دى او ډاکټر معاذ به هره ورځ شپږ ساعته يوځاى وو، هغه ملگرى او خواخوږى انسان و، د روغتون ټولو کارکوونکو سره به يې ټوکې کولې، هغه زمونږ په روغتون کې تر ټولو ښۀ اوگلالی ډاکټر و.
د هغۀ يوه بل همکار بي بي سي ته وويل " ٣٦ کلن معاذ يې پوخ ملگرى و، هغه واده نه و کړى، غوښتل يې چې کله روان خونړى جنگ پاى ته ورسېږي بيا به واده کوي، هغۀ خپل هېواد سره ډېره مينه درلوده، که دى هم تللى واى چا به د دې کوچنيانو درملنه کوله"؟
د بې پولې ډاکټرانو، ايم ايس ايف، چې د القدس روغتون چارې يې پر مخ وړلې، ويلي داکټر معاذ په حلب کې د کوچنيانو د ناروغيو يو وروستى ډاکټر و، له ٢٠١٣ کال نه يې هلته کار کاوه".

د عکس سرچینه، Getty
د ايم ايس ايف يوۀ استازي بي بي سي ته ويلي " هغه تل د خلکو د اړتياوو په اړه اندېښمن و، هغه يو پاک او ژمن سړى و، داسې حالاتو کې يې کار کاوه چې څوک يې په اړه فکر هم نشي کولى".
د بې پولې ډاکټران وايي" دا روغتون هرچاته معلوم او تېره ورځ يو مخامخ هوايي بريد کې په نښه شو".
سيمه ايزو سرچينو د دې بريد پړه د روسيې يا د سوريې په جنگي الوتکو اچولې، خو د سوريې پوځ په روغتون بريد کې لاس لرل رد کړي دي.








