د یونان لومړي وزیر پر روسيې پر لګول شویو بندیزونو نیوکه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د یونان لومړي وزیر الیکسس سیپراس وایي، په یوکراین کې د روسیې د کړنو له امله پر دغه هېواد لګېدلي بندیزونه ګټور نه دي.
ښاغلي سیپراس د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ګډه خبري ناسته کې د یوکراین د شخړې له امله پر روسیې پر لګول شویو بندیزونو نیوکه وکړه. هغه له روسیې سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ښاغلي سیپراس سره د کتنې لپاره پلازمېنې اتن ته تللی دی.
ټاکل شوې چې اروپایي ټولنه پر روسیې لګولي بندیزیونه تر راتلونکو څو اونیو بیا وغځوی.
ښاغلي پوتین ویلي، د کریمیا په اړه به له هېچا سره خبې ونه شي.
روسیه په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا د خپلې خاورې برخه وګرځوله.
یونان چې د اروپایي ټولنې او ناټو تړون غړی دی، په اروپا کې د روسیې په ګوتو شمار ملګرو هېوادونو له ډلې بلل کېږي.
ښاغلي پوتین همداراز خبرداری ورکړ چې هېواد یې اړ دی په اروپا کې د امریکا کړنو ته لکه رومانیا او پولېنډ کې د توغندیو دفاعي سپر ځای پرځای کولو، ځواب ووایي.








