پر روسیې د اروپا نوي بندیزونه پیل شول

د عکس سرچینه، AFP
په اوکراين کې د مداخلې له امله پر روسيې د اروپايي ټولنې له لوري لګول شوي بنديزونه سر نه له ننه پلي شول.
نوي بنديزونه به د روسيې د تیلو کمپنۍ، مالي او دفاعي سکتورونه په نښه کړي.
دوی همداراز په دغه لست کې د روسي چارواکو او په اوکراين کې د بېلتونپالو مشرانو ۲۴ نور نومونه هم وراضافه کړي چې پر وېزو به يې بنديز وي او شتمني به يې کنګل کېږي.
ولسمشر اوباما ویلي د امريکا متحد ايالات به د دغو بنديزونو ملاتړ وکړي.
روسيې ويلي نوی ګام ښيي چې اروپايي ټولنه په اوکراين کې له سولې سره مخالفت کوي، په داسې حال کې چې په ختيځ اوکراين کې اوربند اوس اوس ټينګ شوی دی.
روسیې ویلي، د اروپايي بندیزونو غبرګون ته چمتووالی نیسي، چې په وینا یې په دغو بندیزونو کې له اروپا نه د موټرو واردول هم زیانمنېدونکي دي.
ناټو ویلي، روسیه لاهم د اوکراین په ختیځ کې نژدې ۱۰۰۰ په وسلو سمبال پوځيان لري.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، شاید هېواد یې پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو له چارې سره یوځای شي، چې تر ډېره به د تېلو کمپنۍ، مالي او د انرژۍ سکتورونه زیانمن کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه د اوکراین په ختيځ کې روسیه د یاغیانو په ملاتړ او همکارۍ تورنوي، چې وايي مسکو د سرحد له لارې هلته د ټانکونو په ګډون پوځيان او پرمختللې وسلې استوي.
خو مسکو بیا دغه تورونه رد کړي دي.
ناټو وايي، دا مهال د اوکراین پر پوله ۲۰ زره روسي پوځيان ځای پرځای شوي، چې د اوکراین د ننه هم یو شمېر سرتېري لري.
یاغیانو په وروستیو ورځو کې ډېر پرمختګ وکړ، چې د تېر اپریل میاشتې راهیسې هلته په وسله والو نښتو کې نژدې درې زره کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








