د کريمیا پارلمان له اوکراين د بېلېدو اعلان کړی
د کریمیا پارلمان له اوکرایینه د بېلېدو اعلان کړی دی.
دا اعلان د یکشنبې ورځې له ټولپوښتنې وروسته کېږي چې د رايې ورکونکو لوی اکثریت په کې له روسیې سره د یو ځای کېدو پلوي کړې ده.
په ځواب کې یې په اوکرایین کې سیاستوالو د سرتېرو را غونډولو غږ کړی دی او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران بیا پر کریمیا او روسیې باندې د بندیزونو د لگولو غور کوي.
هغوی وايي دا ټولپوښتنه قانوني نه وه خو روسیه وايي نړیوال قانون یې نه دی مات کړی.