بنګلدیش د 'سیکولر' استاد قتل کې مشکوک کس نیولی

د عکس سرچینه، AP
بنګلدیش کې پولیسو یو کس د یوه پوهنتوني سیکولر استاد د وژلو په تور نیولی دی.
د راجشاهي پوهنتون د انګلیسي ژبې ۵۸ کلن استاد رضا کریم صدیقي تېره میاشت په یوه برید کې ووژل شو.
د نوموړي د وژلو پړه ''اسلامي دولت'' ډلې پرغاړه واخیسته، چې ویل یې د ''سیکولر'' نظریاتو له کبله یې وژلی دی.
پولیسو د ''جماعة المجاهدین'' ډلې یو غړی نیولی، چې وايي له ۲۰۰۷ کال راهیسې ددغې ډلې د شپږو غړو له اعدامېدو وروسته یې ځای تري تم کړی و.
د راجشاهي ښار پولیس وايي د صدیقي په قتل کې مشکوک کس یې د تېرې یکشنبې په ورځ نیولی دی.
بنګلدیش چې ۱۶۰ میلیون وګړي لري، ډېری یې مسلمانان دي، تېر کال د هدفي ژونو د یوې لړۍ شاهد و، چې تر ډېره پکې ''بې دینه'' وېبلاګ لیکونکي، اکاډیمیک کسان او د لږکیو غړي او بهرني مرستندویان په نښه شوي دي.
په هندي نیمه وچه کې د القاعدې شبکې د ځینو بریدونو پړه منلې ده. تېره میاشت د همجنس بازانو دوه فعالان په هدفي بریدونو کې ووژل شول، خو پولیسو یې پړه پر سیمه ییزو سخت دریځو واچوله.
د 'جماعة المجاهدین' ډلې لسګونه غړي نیول شوي، او له تېر نومبر میاشتې راهیسې له پولیسو سره په نښتو کې ددغې ډلې لږترلږه پنځه غړي وژل شوي دي.
دغه ډله په هېواد کې د اسلامي شریعت د تطبیقولو لپاره مبارزه کوي.

د عکس سرچینه، AFP
په ۲۰۰۵ کال، یادې ډلې په یوه ورځ او یوه مهال د بنګلدیش پلازمېنې ډاکې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې نژدې ۵۰۰ بمونه وچوول.
وروسته یې پر محکمو ځانمرګي بریدونه وکړل چې لږترلږه ۲۵ کسان پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.








