بنګلدیش کې 'تندریزې برېښنا' ۵۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، SPL
د بنګلدیش پولیسو ویلي، په دې هېواد کې د تندریزې برېښنا څپو په تېرو دوو ورځو کې تر ۵۰ ډېر کسان وژلي دي.
ډېری وژل هغه بزګران دي، چې په کروندو کې پر کار بوخت وو.
بنګلدیش تر ډېره د تندریزې پرېښنا قرباني شوی، خو سږ کال ددغه طبیعي پېښې مرګ ژوبله ډېره وه.
د چارو شنونکي وايي، په طبیعي پېښو کې عموماً د هوا د تودوخې ډېرېدل او د ځنګلونو له منځه وړل اصلي فکټورونه دي.
په وژل شویو کې دوه زده کوونکي ماشومان دي، چې پلازمېنه ډاکه کې یې د فوټبال لوبه کوله.
د امریکا غږ په یوه راپور کې ویل شوي، له تېرې مارچ میاشتې راهیسې بنګلدیش کې د تندریزې برېښنا له کبله نژدې ۹۰ کسان وژل شوي، چې دا شمېره د تېر کال په همدې موده کې ۵۱ کسه وه.
د بنګلدیش د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې د ادارې مشر محمد ریاض احمد امریکا غږ ته ویلي، نوموړي د مړو په ډېرېدو "ټکان خوړلی" دی.
دی وايي، د روانې میاشتې په وروستیو کې د تندر لوېدو خبرداری ورکړل شوی و.
له موسمي بارانونو وړاندې او بارانونو پرمهال (له جون میاشتې تر سپتمبر پورې) تر ډېره بنګلدیش کې تالندې، بارانونه او تندریزې برېښناوې کېږي.








