بنګلدیش د اسلامي جماعت مشر مطیع الرحمن نظامي اعدام کړ

د عکس سرچینه، AFP
د بنګلدیش د قانون وزیر ویلي، د 'اسلامي جماعت' ډلې مشر مطیع الرحمن نظامي یې په ۱۹۷۱ کال له پاکستان نه د خپلواکۍ د جګړې پرمهال د جنایتونو له کبله اعدام کړی دی.
ښاغلی نظامي د بنګلدیش د ستر اسلامي ګوند (جماعت اسلامي) مشر و.
پلازمېنه ډاکه کې د نظامي د اعدام پرمهال ټینګ امنیت نیول شوی و، ځکه چې وړاندې هم د ورته اعدامونو پرمهال د تاوتریخوالي پېښې شوې، چې لږترلږه ۲۰۰ کسان پکې وژل شوي.
د تاوتریخوالو په پېښو کې ډېری وژل شوي د اسلامي جماعت پلویان او پولیس وو.
نظامي وروسته تر هغه اعدام شو، چې د ولسمشرۍ له خوا یې د بښل کېدو غوښتنه رد شوه، دا په وروستیو کلونو کې د اسلامي ډلو څلورم جګپوړی مشر دی چې اعدامېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، STRINGER
د جنګي جرمونو اړوندې محکمې ملاتړو ددغه حکم هرکلی کړی، خو د نظامي پلویانو ویلي، اعدام د سیاسي موخو لپاره ترسره شوی.
دا اعدام بنګلدیش کې د سیکولر فعالانو د وژلو له یوې لړۍ وروسته ترسره شوی، چې تر ډېره یې پړه پر سخت دریځو اسلامپالو اچول شوې ده.
د نظامي مړی به د هېواد شمال او د هغه پلرنۍ سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.
پر نظامي د 'ټولوژنې'، تېریو او ربړونې تورونه وو. خو د هغه ویکلان وايي له حقوقي اړخه امکان نه لري چې هغه دې مجرم وګڼل شي.

د عکس سرچینه، BBC Bangla
ډاکه کې د نظامي پلویان راغونډ شوي وو او د حکومت پرضد یې شعارونه ورکول.
کله چې شیخ حسینه د بنګلدیش لومړۍ وزیره شوه، د خپلواکۍ د جګړې په تړاو د جنګي جرمونو ارزولو لپاره یوه محکمه جوړه شوه.
ښاغلی نظام په تېر کې د حکومت وزیر و.
پر نوموړي دا تور هم و، چې ګني د خپلواکۍ پرمهال یې د خپلواکۍ غوښتونکو د پېژندلو او فعالانو په وژلو کې لاس درلود او په اړه به یې د پاکستان پوځ ته معلومات ورکول.

د عکس سرچینه، AFP
خو د هغه پلویان او د بشري حقونو ځینې ملاتړي وايي، ددغې اسلامي ډلې د مشرانو اعدام 'سیاسي انګیزه' لري.








