القاعدې سره تړلې ډلې بنګله دېش کې همجنسبازه فعالانو د وژلو پړه منلې

د عکس سرچینه، AFP
د بنګلدېش يوې اورپکې ډلې انصار الاسلام چې له القاعدې ډلې سره تړاو لري په دغه هېواد کې د همجنس بازانو د حقونو د دوو فعالانو د وژلو پړه منلې ده.
په بنګلدېش کې د هنجنس بازانو د يوزاينې مجلې مدير چلهاز منان او ملګری يې د دوشبنې په ورځ (۲۵ اپرېل) د وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی وو.
په بنګلدېش کې د انصار الاسلام ډلې ويلي دغه کسان يې له دې امله وژلي چې د هند او امريکا په مرسته یې په دغه هېواد کې همجنس بازۍ ته وده ورکوله.
په وروستيو کې د دغه هېواد يو شمېر سيکولر ليکولان او فعالان هم وژل شوي دي.
د بنګلدېش لومړۍ وزيرې شيخ حسينې دا د حکومت مخالفو ګوندونو کار بللی او وايي دوی غواړي د حکومت پر وړاندې ستونزې او ناامني رامنځ ته کړي.
اپوزسيون د لومړۍ وزير دغه تورونه رد کړي دي.
څو ورځې وړاندې هم په دغه هېواد کې د يوه پوهنتون ښوونکی وژل شوی و.
د بنګلدیش راجشاهي پوهنتون د انګلیسي څانګې ۵۸ کلن پروفیسر رسول کریم صدیق پوهنتون ته پر لاره و، چې ناپېژاندو کسانو د چړو بریدونه ورباندې وکړل.
د دغو کسانو د وژل په تړاو يو شمېر محصلينو او فعالانو لاريون کړی او پر حکومت تور لګوي چې پر مذهب د نيوکې کوونکو څخه دفاع نشي کولی.








