بانکي مون منځني ختيځ کې د شخړو درېدو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون پر اسرایلو او فلسطینیانو غږ کړی، چې له یوه خطرناک ګړنګه بېرته په شا شي.
ښاغلي بان سیمې ته د یوه ناڅاپي سفر پر مهال ویلي، چې له کنتروله وتونکو پېښو د کابو کولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي.
پرون (سه شنبه، اکتوبر ۲۰مه) هم ټوله ورځ د اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ د یو شمېر نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د اسرایلو پوځ وايي، دوه فلسطینیان وروسته له هغې په ډزو وژل شوي، چې د لوېدیځې غاړې په هېبرون ښار کې یې پر سرتېرو د چړو بریدونه وکړل.
همداراز یوه اسرایلي پولیس ویلي، یوه فلسطیني سړي په بیت المقدس کې د اسرایلي وګړو په یر یوې ډلې د موټر ورخېژولو هڅه کړې ده.
ده ويلي چې له امله یې موټر چلوونکی د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
په وروستيو کې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ نښتې زياتې شوې او هره غاړه د تاوتريخوالي د پيلېدو پړه پر بلې اچوي.
د اکتوبر پر ۱۷مه د اسراييلو امنيتي ځواکونو په بېلابېلو پېښو کې د دريو فلسطينيانو د وژلو خبر ورکړی.

د عکس سرچینه، Getty
ویل کېږي په وژل شويو کسانو کې يوه مېرمن هم شامله ده.
د اسراييلي ځواکونو په وينا د الخليل ښار کې يو ځوان فلسطيني په ډزو وژل شوی، دغه ځوان غوښتل پر يوه اسراييلي د چاقو بريد وکړي.
د شمېرو له مخې په وروستيو څو اوونيو کې دې ته ورته پېښو کې له ۴۰ زيات فلسطينیان او ۷ اسراييليان وژل شوي دي.
ويل کېږي روانه مياشت نژدې هره ورځ فلسطينيانو پر اسراييلو د چاقو بريدونه کړي دي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ (۱۶ اکتوبر) د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د شخړو پر سر وېره ښودلې او له دواړو غاړو يې غوښتي چې د خبرو له لارې دې د تاوتريخوالي اور ته لمن نه وهي.








