عباس د اسرائیلي بریدونو پرضد د 'سوله ییز ولسي مقاومت' غږ کړی

د عکس سرچینه، GettylAFP
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس له فلسطینیانو غوښتي، چې د اسرائیلي بریدونو پروړاندې 'سوله ییز ولسي مقاومت' پیل کړي، خو له هغو کړنو لاس واخلي چې د اسرائيلو له لاسه پکې وچ او لوند وسوځي.
نوموړي د اسرائیلو سیاست له تاوتریخوالي، تعصب او وحشت ډک'' ګڼلی، چې وایي دا کړنې به یې داسې اور بل کړي، چې وچ او لوند دواړه به وسوځوي.
عباس وویل، مسجد الاقصی ''زموږ فلسطینیانو او د نړۍ د ټولو مسلمانانو حق دی''.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا فلسطیني مشرانو ته په خطاب کې ویلي، چې د اسرائیلو په ډزو ۱۳ کلن فلسطینی نه دی وژل شوی، بلکې په روغتون کې دی.

د عکس سرچینه، AFP
اسرائیل وايي، په څو ورځو کې به د هغو فلسطینیانو کورونه په نښه شي، چې پر دوی بریدونه کوي او په قدس کې به د دوی کورنیو ته د اوسېدو ورکړل شوی حق بېرته واخیستل شي.
اسرائیلي ځواکونو په ختیځ قدس کې د عربي کلیو منځ کې ګڼ امنیتي کسان ځای پرځای کړي دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلو د چارشنبې په ورځ هم جبل المکبر کلي ته ټولې ننوتلې لارې وتړلې، چې ویل کېږي له همدې کلي ۳ تورنو کسانو د ۳ فلسطینیانو وژلو ته ملاتړلې وه.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي ''په ختیځ قدس کې د کلیو د لارو بندول د فلسطیني وګړو پر آزادیو ښکاره تېری دی''.

د عکس سرچینه، EPA








