ملګرو ملتونو کې لومړی ځل د فلسطین بېرغ ورپېد

د عکس سرچینه،
نیویارک کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي دفتر لومړی ځل د فلسطین بیرغ ورپید.
مراسمو کې د فلسطین ادارې مشر محمود عباس هم ګډون درلود.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د چهارشنبې ورځ د فلسطینیانو لپاره د ویاړ لامل بللې.
عمومي اسمبلۍ ته وینا کې محمود عباس وویل، له دې وروسته فلسطینیان اړ نه دي، چې له اسراییلو سره شویو هوکړو ته ژمن واوسي.
د نوموړي په خبره دا به د منلو نه وي، چې د فلسطین هېواد مساله حل نه شي.
هغه پر اسراییلو تور پورې کړ، چې له هغو هوکړو پرلپسې سرغړونه کوي، چې ۱۹۸۳ کې شوې دي.
د ښاغلي عباس وینا ته غبرګون کې د اسراییلو لومړي وزیر دفتر ویلي، چې محمودعباس منځني کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د روانې میاشتې په لومړیو کې فلسطیني چارواکو ته د خپل بېرغ پورته کولو په حق کې رایې ورکړه.
فلسطین تر اوسه د غړي هېواد پر ځای د یوه مبصر هېواد حیثیت لري.
محمود عباس وویل:
' که اسراییل د نویو ابادیو له پلانه په شا نه شي او د فلسطیني بندیانو څلورمه ډله نه پريږدي، نو داسې صورت کې موږ په یو اړخیز ډول هوکړو ته ژمن نه شو پاتې کېدای.'








