اسراییلي لومړي وزیر احتیاطي پولیسو ته د تیارسئ امر کړی

د عکس سرچینه، AFP
د اسراییلو لومړی وزیر بین یامین نیتانیاهو د اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ د تاو تریخوالي د زیاتوالي له امله سلګونو احتیاطي پولیسو ته د تیارسۍ امر کړی دی. لومړی وزیر وایي، دا پولیس به په بیت المقدس او د هېواد په نورو ځایونو کې ځای پرځای شي. د شنبې په ورځ اسرایلي پولیسو له غزې سره په پوله دوه فلسطیني ځوان هلکان له دوی سره د نښتو پر مهال ووژل.
د اسراییلو پوځ د غزې تراډې پر پوله پر قهرېدلو لاریونانو ډزې کړې، چې لږترلږه ۶ فلسطینیان پکې وژل شوي او د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۶۰ نور ټپیان دي.
په غزه کې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدرة بي بي سي ته ویلي، د پنځو ځوانانو مړي د غزې تراډې روغتون ته راوړل شوي، چې پر سرونو او سینو مخامخ ویشتل شوي.
یو بل فلسطینی په لوېدیځه تراډه کې یهودي مېشت ځی ته څېرمه وروسته تر هغه ووژل شو، چې یو اسرائیلی پولیس یې په چړو وواهه.
اسرایيلي پوځ ویلي داسې حال کې، چې تاوتریخوالی په ډېرېدو دی، فلسطیني وسله والو د اسراییلو سویل ته یو توغندی وېشتلی دی.
د پوځ له لوري یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دشنبې په ورځ د سرحدي سیمې اسراییلي اوسیدونکو ته د خبرداري زنګونه وکړنګول شول، خو وايي توغندی په پرانیستي ځای کې وچاودید، چې کوم زیان یې نه دی اړولی.

د عکس سرچینه،
دا وروستیو کې د اسراییلي پوځ او فلسطینیانو تر منځ د ناندریو او بریدونو لړۍ روانه ده.
غزه کې د واکمن ګوند حماس مشر اسماعیل هنیه وايي یو نوی پاڅون د پیل په درشل کې دی، خو بل لور ته یروشلم کې د بي بي سي پولاندې نیل په وینا تاوتریخوالی لا هم هغې کچې ته نه دی رسیدلی، چې د پاڅون نوم ورکړل شي.
له دې مخکې د دوو سرحدي لارو اوږدو کې د مظاهرو پر مهال اسرییلي پوځيانو شپږ فلسطینیان په ډزو وژلي دي.
د اسراییلي پوځ یوه ویاند په وینا پېښو کې له شپیتو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
د ویاند په خبره پوځیانو هغه مهال ډزې وکړې، چې له ۲۰۰ ډېر فلسطینیان، چې ټایرونو ته یې اور ورته کړی و، له سوځیدونکو ټایرونو او ډبرو سره د پولې پر لور وخوځیدل.
دغه فلسطینیان د اشغال شوي بیت المقدس او لویدیځ اردن سره د یوالي څرګندولو لپاره یو ځای شوي وو.
د تېرو څو ورځو اوږدو کې د فلسطینیانو بریدونو کې څلور اسرایلیان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty
بل لور ته د اردن لویدیځ او بیت المقدس کې د فلسطیني مظاهره کونکو او اسرییلي ځواکونو تر منځ اخ وډب کې لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي دي. پولیس وايي د جمعې په ورځ د اسراییلو په دیمونه ښار کې د فلسطینیانو بریدونو ځواب کې د برید پېښه رامنځته شوې او په ظاهره پر څلورو عربانو برید شوي دي.
پولیسو له بریده وروسته یو مشکوک اسراییلی نیولی دی.

د عکس سرچینه، AFP
پولیس وايي دیمونه برید په ظاهره د توکمپالنې پر بنسټ شوی دی.
د دیمونه له بریده وروسته بیت الخلیل ته څېرمه یو برید شوی، چې پکې یو پولیس ټپي شوی دی او بریدګر په ډزو وژل شوی دی.








