سوریه کې روسۍ مداخله بشار الاسد ''نه شي ژغورلی''

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، په سوریه کې د روسیې پوځي مداخله بشار الاسد ''نه شي ژغورلی''. نوموړی وايي ''ښکاره ده چې بشار راتلونکی نه لري او موږ باید ژر تر ژره د واک په سیاسي لېږد لاس پورې کړو''.
د فرانسې ولسمشر دا څرګندونې د اروپايي ټولنې د مشرانو له سرمشریزې وروسته کړې، او وايي چې د لېږد بهیر کې باید د سوریې ''نوی ولسمشر'' وټاکل شي.
فرانسه د نورو لوېدیځو هېوادونو او امریکا ترڅنګ، په سوریه کې د روسیې پر وروستیو هوايي بریدونو نیوکې کړې، چې وايي دغه هېوادونه د روسیې هدف دا دی چې د اسد پرضد د جنګېدونکو وسله والو ځایونه په نښه کړي.
مسکو په ښکاره د اسد ملاتړ کوي او په واک کې یې پاتې کېدل غواړي. خو ټینګار یې دا دی چې سوریه کې پوځي بریدونه د ''ترهګرو'' پرضد وو.
خو هولانډ بیا پر دې باور دی چې د روسیې پوځي مداخله ''د سوري نظام پیاوړي کول دي، خو بشار الاسد به ونه شي ژغورلی''.
بریتانیا له واکه د اسد د ژر لیرې کېدو له دریځه په شا شوې ده، چې وايي د واک تر لېږد پورې اسد په واک کې پاتې کېدای شي.

د عکس سرچینه، AP
د سوریې ولسمشر وايي، په هېواد کې یې د روسیې مداخله د ایران او عراق په ګډون د څلورو غړو د ''ایتلاف'' په چوکاټ کې شوې ده، چې هدف یې په منځني ختیځ کې د ترهګرو له منځه وړل دي.
نوموړي خبرداری ورکړی که چېرې دغه ایتلاف پخپله دنده کې پاتې راشي، نو ترهګر به ټولې سیمې ته یو لوی ګواښ وګرځي.








