' روسیه سوریې کې د خوندي هوايي عملیاتو لپاره خبرو ته چمتو ده '

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت چارواکي وايي روسیې په سوریې کې د روانو هوايي عملیاتو پر مهال د کومې ناوړه پېښې رامنځته کېدو مخنیوي لپاره رسمي خبرو ته چمتووالی ښوولی دی.
د دفاع وزارت رسنیو برخې سکرتر پېټر کوک وايي خبرې ډېرې ژر یعنی د روانې اونۍ په وروستیو کې پیل کېدای شي.
د نوموړي په وینا د دفاع وزارت ته د روسیې دفاع وزارت له لوري د هغه وړاندیز ځواب رسیدلی، چې وايي سوريې کې هوايي عملیات باید خوندي وي.
پېټرکوک وايي د دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي د روسیې د دغه ځواب په اړه غور کوي او په دې هکله خبرې د اونۍ په پای کې شونې دي.
له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه امریکايي سیال جان کېري تر منځ سوریې کې د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو په اړه د پنجشنبې په ورځ خبرې شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې دفاع وزارت پر وېبپاڼه خپره شوې اعلامیه کاږي، چې د پنجشنبې په ورځ جان کېري سرګي لاوروف ته زنګ وهلی او د دواړو تر منځ د سوریې هوايي عملیاتو پر مهال د کومې ناوړه پېښې مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.
اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې دواړو وزیرانو د اسلامي دولت نومي ډلې او نورو سخت دریځو ډلو پر ضد جګړه کې د مربوطو هڅو په باب خبرې کړې.
روسیې دا وروستیو کې سوریې کې د اسلامي دولت نومي ډلې په نښه کولو لپاره هوايي بریدونه پیل کړي دي او بل لور ته د امریکا په مشرۍ متحدین هم سوریې کې هوايي عملیات کوي.
دې سره هممهاله داسې اندېښنه رامنځته شوې وه، چې د دواړو لوریو عملیاتو پر مهال کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي.
د روسیې هوايي بریدونو په ترڅ کې دوه ځلې د ترکیې پر هوايي حریم تېری شوی، چې له هغه وروسته ناټو سازمان غړو هېوادونو ته د خوندیتوب اقداماتو ډاډ ورکړی.
ناټو دا هم ویلي و، چې روسیه نه ده توانیدلي دواړه ځلې د دغو تېریو توجیه وړاندې کړي او دا چې په ظاهره دغه پېښې تېروتنه نه معلومیږي.








