اوباما: توکم پالنه د امریکایانو د ټولنې لپاره یو تور داغ دی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا د سوېلي کارولینا ایالت په یوې کلیسا کې د ۹ تورپوستو امریکایانو د وژنې په تړاو یو سپین پوستی ځوان په محکمه کې په رسمي توګه تورن شو.
کله چې د ډاېلن روف په نامه دغه ۲۱ کلن زلمی په محکمې کې را څرګند شو، د وژل شویو کسانو د کورنیو غړو او خپلوانو ژړغونې څرګندونې وکړې، خو و یې ویل، چې دوی له خپله اړخه دی بښلی دی.
د یوه وژل شوي کس تایونزا ساندرس مور هغه ته وویل:"تا یو شمېر هغه کسان، چې ما پېژندل او تر ټولو ګلالي وو ووژل، ټول وجود مې ځورېدلی او بیا به هېڅکله د پخوا په څېر نه شم. تایونزا مې زوی و، خو هغه زما اتل و. تایونزا زما اتل و".
د ډایلن یوه خپلوان ویلي، چې نوموړي په نژدې پوهنتون کې د محصلینو د وژلو خبره کړې وه.
کریسټون سکرایوین بي بي سي ته ویلي، ډایلن روف پر چارلسټون پوهنتون د برید خبره کړې وه خو وايي، کله چې ترې پوښتنې شوې وې نو غلی شوی و.
دغه وسله وال تقریبا تر یوه ساعته په هغه خونه کې ناست و، چې انجیل په کې لوستل کېده او بیا یې ډزې پیل کړې، چې پایله کې یې ۶ ښځې او د کلیسا د پادري په ګډون درې سړي ووژل.

د عکس سرچینه، AP
ډاېلن د لیګزنټن نومي سیمې اوسېدونکی دی او پولیسو له پېښې څو ساعته وروسته نوموړی د شمالي کارولینا شیلبي نومي سیمې کې د ګلونو یوه پلورنکي له معلوماتو ورکولو وروسته نیولی.
د سویلي کارولینا د افریقايي الاصله امریکایانو دغه کلیسا د امریکايي عیسویانو له لرغونو عبادت ځایونو څخه یوه ده.
له دغې پېښې سره امریکا کې وسلو ته د لاسرسي په اړه بیا بحث راپورته شوی دی.
د امریکا ولسمشر اوباما یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا باید د وسلو د کنترول پر مسلې جدي غور وکړي.

د عکس سرچینه، Getty
همدارنګه بارک اوباما ویلي، توکم پالنه د امریکا ټولنې لپاره یو تور "داغ" دی، چې د لرې کولو لپاره یې باید ټول سره یو لاس هڅې وکړي.








