د چارلسټن برید ګر نیول شوی، د وسلې ساتلو پر حق بیا بحثونه

د عکس سرچینه،
د امریکا رسنۍ وايي هغه ۲۱ کلن مشکوک کس نیول شوی چې د دغه هېواد د ساوت کرولینا ایالت د افریقايي توکمو په یوه تاریخي کلیسا کې یې نهه کسان په ډزو ووژل.
د راپورونو له مخې، دغه کس چې ډېلن سټارم نومول شوی له پېښې نږدې ۱۳ ساعته وروسته د شمالي کرولینا په سیلبي کې نیول شوی دی.
پولیسو وویل دغه وسله وال تقریبا تر یوه ساعته په هغه خونه کې ناست و چې انجیل په کې لوستل کېده او بیا یې ډزې پیل کړې چې پایله کې یې شپږ ښځې او د کلیسا د پادري په ګډون درې سړي ووژل شول.
ډېلن د لیګزنټن نومي سیمې اوسېدونکی دی او پولیسو له پېښې څو ساعته وروسته نوموړی د شمالي کارولینا شیلبي نومي سیمې کې ګلونو یوه پلورنکي له معلوماتو ورکولو وروسته نیولی.

د عکس سرچینه، AP
خو نوموړی اوس بېرته چارلسټن ته لېږدول شوی دی.
د سویلي کارولینا د افریقايي الاصله امریکایانو دغه کلیسا کې د تېرې ورځې له وژنو وروسته، چې پکې د شپږو مېرمنو په ګډون نهه کسان ووژل شول، امریکا کې وسلو ته د لاسرسي په اړه بیا بحث راپورته شوی دی.
بل لور ته د هېواد لر او بر کې د وژل شویو کسانو لپاره د خواخوږۍ مراسیم تر سره کېږي.
بل لور ته راتلونکو ټاکنو کې د دیموکراتانو له لوري د کاندید په توګه د نومول کېدو مخکښې کاندیدې، هیلري کلینټن ویلي، چې امریکا باید د توکمپالنې، وسلو او تاوتریخوالي لړ کې له سختې رښتینولي سره مخامخ کېدو ته اړتیا لري.
د پنجشنبې په ورځ یوې ټاکنیزې غونډې ته وینا کې نوموړې وویل:
'راتلونکو ورځو کې به موږ دا پوښتنه راپورته کړو، چې د دغې غمجنې پېښې لامل څه و او د یوه ملت په توګه باید څه وکړو؟
د نوموړې په وینا:
' په دغې مسالې د پوهیدو لپاره باید له رښتینولۍ کار واخلو، موږ باید د توکم، زورزیاتي، وسلو او وېش لړ کې باید سختې رښتینولۍ سره مخامخ شو. '

د عکس سرچینه، Charleston Police Dept
د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم امریکا کې د وسلې ساتلو په اړه د خبرو پر مهال ویلي، چې دغه ډول ټولنیز قشرونه مخکې له دغه ډول خواشنیونکو پېښو سره مخامخ شوي دي.
د نوموړي په وینا ' امریکایان به کله نا کله دغه مساله له داسې واقعیت سره حلوي، چې نورو پرمختللو هېوادونو کې د ژونو پېښې دغه ډول پرلپسې توګه نه رامنځته کېږي.'
د اوباما په خبره ده او مېرمنې یې د ایمنوئیل افریقن میتهوډسټ کلیسا مشر په شمول یو شمېر غړي شخصاً پېژندل.
امریکا کې دغه کلیسا د افریقايي توکومو امریکايي عیسویانو له لرغونو عبادت ځایونو یوه ده.
د امریکايي چارواکو په وینا، دغه ډزې د پېښې د سیمې د ځايي مهال سره سم د شپې نژدې نهه بجې دا سې مهال شوې، چې په کلیسا کې خلک د یوې غونډې لپاره را ټول شوي وو.
له ډزو وروسته سملاسي پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او د برید کوونکي د لټولو لپاره یې هوايي څارنه هم پیل کړه.








