د لسو ډالرو پر نوټ د چاپېدو لپاره د مېرمنې د تصویر لټون

د عکس سرچینه، b
څه باندې یوې پيړۍ وروسته په امریکا کې د لسو ډالرو پر نوټ د مېرمنې د تصویر چاپېدو پرېکړه شوې.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، دمګړۍ دا پرېکړه نه ده شوې، چې د کومې مېرمنې تصویر باید د لسو ډالرو پر نوټ چاپ شي ځکه د دې لپاره باید د امریکا ولس ته مراجع وشي او د هغوی رایه وغوښتله شي.
دغه نوټ به ۲۰۲۰ کال کې د هغه اساسي قانون د ۱۹ تعدیل ۱۰۰ کلیزې په مناسبت وړاندې شي، چې امریکايي مېرمنو ته پکې د رایې کاروونې حق ورکړل شوی و.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، پر دغه نوټ د تصویر چاپولو لپاره موږ د "دموکراسۍ اتلې" لټون کوو.
اوس مهال پر امریکايي پېسو چې کوم تصویرونه چاپ شوي هغه ټول د سپین پوستو پخوانیو ولسمشرانو دي.
د هرې مېرمنې تصویر، چې د لسو ډالرو پر نوټونو به چاپ شي د امریکايي انقلاب مخکښ شخصیت او د امریکا د خزانې وزارت لومړۍ وزیرې الیګزینډر هملټن ځای به ونیسي.
د لسو ډالرو پر نوټ لومړی ځل ۱۹۲۹ کال کې د هملټن تصویر خپور شو.
له پخوانیو ولسمشرانو وروسته سربیره نوموړې د دیپولمات او مخترع بنجمن فرینکلن نه وروسته دویم کس دی چې پر کرنسی نوټ یې تصویر چاپ شوی.
مخکې هم د امریکا پر کرنسي نوټ د مېرمنو تصویرونه خپاره شوي خو هغه د عامو خلکو د کارو بارو لپاره نه وې.
مخکې له دې د مېرمنو د حقونو مدافع سوزن انتهونی تصویر پر سکې ښکل شوی و خو دغه سکې ډېر ژر له مارکیټ نه ټولې شوې.








