امریکا کې پر کلیسا مشکوک بریدګر ونیول شو

د عکس سرچینه،
د امریکا رسنۍ وايي هغه ۲۱ کلن مشکوک کس نیول شوی چې د دغه هېواد د ساوت کرولینا ایالت د افریقايي توکمو په یوه تاریخي کلیسا کې یې نهه کسان په ډزو ووژل.
د راپورونو له مخې، دغه کس چې ډېلن سټارم نومول شوی له پېښې نږدې ۱۳ ساعته وروسته د نارت کرولینا په سیلبي کې نیول شوی دی.
پولیسو وویل دغه وسله وال تقریبا تر یوه ساعته په هغه خونه کې ناست و چې انجیل په کې لوستل کېده او بیا یې ډزې پیل کړې چې پایله کې یې شپږ ښځې او د کلیسا د پادري په ګډون درې سړي ووژل شول.
د امریکا ایالتي چارواکو دا د کرکې جرم بللی او پلټنې یې پیل کړې دي.
تر دې مخکې، د چارلسټن پولیسو مشر ګریګري ملن ویلي وو، اته کسان د کلیسا دننه د ډزو له کبله ځای پر ځای وژل شوي خو یو بل کس لږ وروسته بیا ساه ور کړې.
د نوموړي په خبره: "زه ډاډه یم چې دا له هغو پېښو ده چې د کرکې پر بنسټ را منځته کېږي".
د پولیسو په وینا، د سیمې ځايي وخت سره سم پېښه د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ د شپې ناوخته د چارلسټن په ښارګوټي کې پر ایمینوئل افریقايي کلیسا کې وشوه.

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا کې دغه کلیسا د افریقايي توکومو امریکايي عیسویانو له لرغونو عبادت ځایونو یوه ده.
د امریکايي چارواکو په وینا، دغه ډزې د پېښې د سیمې د ځايي مهال سره سم د شپې نژدې نهه بجې دا سې مهال شوې، چې په کلیسا کې خلک د یوې غونډې لپاره را ټول شوي وو.
له ډزو وروسته سملاسي پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او د برید کوونکي د لټولو لپاره یې هوايي څارنه هم پیل کړه.
ځاي پولیسو پر ټویټر پیغامونه خپاره کړي وو، چې د دغې پېښې په تړاو د یوه سپین توکمه کس په لټه کې دي چې عمر یې ۲۱ کاله دی.
پولیسو تر دې دمه په دغه پېښه کې د وژل شویو یا ټپي شویو کسانو د پېژندګلیو په اړه څه نه دي ویلي.
د پېښې په لومړیو کې خبري اژانس اي ایف پي ویلي و، په دغه پېښه کې اته کسان ټپیان شوي دي خو ځیني چارواکو بیا د یو شمېر کسانو د وژل کیدو خبره هم کړې و.








