امریکا: ژوندي انتراکس په تېروتنه لابراتوارونو ته لېږل شوي

د عکس سرچینه،
د پنټاګان په وینا امریکا پوځ په تېروتنې سره د خپل هېواد په لر او بر کې نهوو لابراتوارونو او په سویلي کوریا کې د امریکايي پوځ یوې اډې ته د انتراکس بېلګې لېږلې دي.
د سویلي کوریا اوسان هوايي ځواکونو اډې کې د ۲۲ پوځیانو وار له مخه درملنه کېږي، چې وايي احتمالاً به په دغو بېلګو ککړ شوي وي.
بل لور ته امریکا کې که څه هم له' حداقل ' خطر سره مخامخ بلل کېږي، خو د څلورو ملکي کسانو درملنه هم له همدې کبله روانه ده.
امریکايي پوځ وايي د کوریا اډې کې پوځیان ښايي د روزنې پر مهال پر دغو موادو ککړ شوي وي، خو وايي تر اوسه د هېڅ یوه وجود کې د ککړتیا کومې نښې نښانې نه دي لیدلې شوې.
د پینټاګان ویاند ډګروال سټیو وارین وايي دغو کسانو ته د احتیاطي تدبیرونو په توګه ځینو مواردو کې واکسین، انټي بایوټیک ورکړل شوي او معاینات یې تر سره شوي دي.
د نوموړي په وینا اوس دغه بېلګې په مناسبه توګه له منځه وړلې شوې دي. بل لور ته د بایو خوندیتوب ماهرین وايي دوی دغې چارې حیران کړي دي او د لا ډېرو څېړنو غوښتنه یې کړې ده.
د ناروغیو مخنیوي او کنترول مرکزونو د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې ده.
د امریکا دفاع وزارت ویاند وايي د وروستۍ پېښې دغه بېلګې ښايي غیر فعالې وې او یا مړې وې.
خو حکومت منلې، چې لږ تر لږه د یوه ځای لیږل شويو میکروبونو تخمونه اصلاً ژوندي وو او وايي ښايي د نورو اتو کڅوړو حال هم ورته و.
ژوندي تخمونه له اوټها نه د ټیکساس، میریلنډ، ویسکونسن، نیو جرسي، ټینیسې، نیویارک، کالیفورنیا او ویرجینیا لابراتوارونو او دغه راز د کوریا هوايي اډې ته ليږدول شوي وو.








