امریکا کې د سوکوهنې ''تاریخي او شتمنه'' سیالۍ

دواړه لوبغاړي به د یکشنبې ورځې تر سیالۍ وروسته په ګډه ۲۱۵ میلیونه پاونډه واخلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، دواړه لوبغاړي به د یکشنبې ورځې تر سیالۍ وروسته په ګډه ۲۱۵ میلیونه پاونډه واخلي.

د یکشنبې په ورځ به د امریکا د نویدا ایالت په مرکز لاس ویګاس کې د فلایډ مې ویتر او مني پکواو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ تر سره شي.

ویل کېږي دغه سیالي به د بوکسوهنې د تاریخ تر ټولو شتمنه سیالي وي.

دا د سوکوهنې په تاريخ کې يوه له لويو لوبو ګڼل کېږي او ټول خلک پرې خبرې کوي.

مې ویتر او پکواو په نړۍ کې تکړه سوک وهوونکي ګڼل کېږي. دا ډېر کم تر سترګو کېږي چې د نړی تر ټولو مشهور او تکړه سوک وهوونکي په يوه مسابقه کې لوبېږي.

ويل کېږي ۱‍۹۸۰ کال کې چې د سپورت طلايي دور ګنل کېده دا ډول لوبې ډېرې ترسره کېدې. د هغه وخت مشهور سوک وهونکي سوګر رې لينورډ، تومس هېرنز، رابېرټو ډيورن او مروين هګلر وو.

سوکوهنه دوه مشهورو لوبغاړو ته چې مې ويتر او پکواو دی اړتيا لري چې يو ځل بيا يې په نړۍ کې تر ټولو لوی سپورت وګرځي.

په ۱۹۷۴ کال جورج فورمن (ښۍ خوا ته) محمد علي کلي ته وبایلله

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په ۱۹۷۴ کال جورج فورمن (ښۍ خوا ته) محمد علي کلي ته وبایلله

۳۸ کلن فلایډ مې ویتر تراوسه په ۴۷ مسابقو کې برخه اخيستې چې يوه يې هم نه ده بايللې او پنځه ځله يې د وزن په بېلابېلو لوبو کې د نړيوال قهرمان لقب ګټلی دی.

۳۶ کلن مای پکواو شپږ ځله د نړيوال قهرمان لقب ګټلی دی او په ۶۴ لوبو کې يې يوازې پنځه بايللې دي.

له اقتصادي پلوه دا به تر ټولو لويه لوبه وي خو تراوسه معلومه نه ده چې هر لوبغاړی به څومره پيسې وګټي خو داسې وړاندوینې دي چې مې ویتر به ۱۵۰ ميليون او پکواو ۱۰۰ ميليون ډالر ترلاسه کړي.

د دې لوبو ټکټ شاوخوا ۴۰۰۰ ډالر ټاکل شوی او وايي که څوک غواړي دا لوبه په کور کې په تلويزيون وګوري، نو ۱۰۰ ډالر به ورکوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

ويل کېږي دا لوبه به شاوخوا ۴۰۰ ميليون ډالر جوړ کړي.

که چېرې د سوک وهنې دا لوبه ښه ترسره شي نو کېدای شي په راتلونکي سپتمبر مياشت کې بيا دا مسابقه وشي.

د سیالۍ نور سیمه ییز اتلان په دې باور دي چې په سیالۍ کې ښکېل یاد دوه لوبغاړي ممکن له ستونزو سره مخامخ شي.

هاټن د ۲۰۰۹ کال دویم پړاو سیالۍ کې د پکواو له خوا اوټ شو

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، هاټن د ۲۰۰۹ کال دویم پړاو سیالۍ کې د پکواو له خوا اوټ شو

دواړه لوبغاړي به د یکشنبې ورځې تر سیالۍ وروسته په ګډه ۲۱۵ میلیونه پاونډه واخلي.

ټاکل شوې د سوکوهنې د سیالۍ ګتونکی به د سپک وزن له پخواني نړیوال اتل عامر خان سره سیالۍ ته ووځي.

خپله عامر خان د فلایډ مای ویتر او مني پکواو سیالیو ته هیله من دی او وايي چې دواړو لوبغاړي ښه وړتیا لري او په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

دغې لوبې ته له تېرو لسو کلونو راهیسې خلک په انتظار وو.

پکواو او مې ویتر د سوکوهنې په نړۍ کې ډېر مشهور لوبغاړي دي، چې فلپینی پکواو فلپین کې د 'ملي قبضې' په نامه هم یادېږي.

مې ویتر بیا په ۴۷ سیالیو کې نه دی مات شوی.

د مې ویتر پلار چې په عین حال کې د خپل زوی روزونکی هم دی، وايي، زوی یې د سیالۍ له پیلېدا مخکې ګټونکی دی: ''په ټول ژوند کې مې ددغې لوبې په څېر په هېڅ سیالۍ کې د ګټلو هیله نه ده کړې''.