امریکا ''د 'داعش' ضد پر عملیاتو ۲،۷ میلیارد ډالر لګولي''

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، د ''اسلامي دولت'' (داعش) پر وړاندې جګړه او عملیاتو یې تر اوسه ۲،۷ میلیارد ډالر لګولي، او هره ورځ پر دغې جګړې له ۹ میلیون ډېر ډالر لګول کېږي.
د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف له تېر اګست میاشتې راهیسې په عراق او سوریه کې د ''اسلامي دولت'' پرضد بمبارۍ پیل کړې دي.
دا لومړی ځل دی چې پنتاګون د جګړې د لګښت جزییات ډاګیزه کوي. ددغو لګښتونو اعلانول ددې ښکارندوی دي چې د لګښت دوه پر درې برخې یې پر هوايي بریدونو لګول شوې.
پرهمدې مهال، د امریکا کانګرس ددغې جګړې لپاره له لانور لګښت نه د ډډې کولو طرحه رد کړې ده.
د امریکا مشرانو جرګې غړو د تېرې پنجشنبې په ورځ ددغه هېواد د دفاعي چارو لپاره د ۵۷۹ میلیارد ډالرو بودیجه تصویب کړه.
سپینه ماڼۍ وايي، عراق ته ۴۵۰ پوځي سلاکاران استوي، چې هلته به د ددوی د سلاکارانو شمېر ۳۵۰۰ ته لوړ شي.
خو چارواکي ټینګار کوي عراق ته به هېڅ ځمکني ځواکونه وانه ستوي او د امریکا ماموریت به یوازې د سیمه ییزو ځواکونو پر روزنې ورټول وي.
پر تېره پنجشنبې، د امریکا یوه لوړپوړي جنرال وویل، په عراق کې د امریکا مداخله ''پراخه کېدای شي''.

د عکس سرچینه، AP
د لویو درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي وویل، په راتلونکې کې یو غوراوی دا هم کېدای شي چې د داعش پرضد د بریدونو د همغږۍ کنډکونه د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې جوړ کړای شي.
نوموړي د عراق په شمال کې د امریکا د روزنیزو مرکزونو د شبکې جوړېدو امکان رد نه کړ.








