د چپه شوې چینایۍ بېړۍ د قربانیانو شمېر ۳۳۱ ته ورسېد

د زیاترو وژل شویو مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د زیاترو وژل شویو مړي موندل شوي

چینايي رسنیو د شنبې په ورځ وویل، په یانګتزي سیند کې د "ختیځ ستوری" په نامه د ډوبې شوې بېړۍ پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳۱ ته پورته شوی دی.

د بېړۍ له ټول ټال ۴۵۶ سپرو ایله ۱۴ وژغورل شول. ډېری سپاره عمر خوړلي کسان وو، چې عمرونه له ۶۰ کلونو ډېر ښودل شوي.

دغه بېړۍ د تېرې دوشنبې په ورځ د چین په یانګتزي سیند کې د تېز توپان له کبله چپه شوې ده.

چینايي چارواکو شینخوا خبري اژانس ته ویلي، دا له تېرو نژدې ۷۰ کلونو راهیسې په چین کې تر ټولو ډېره خونړۍ پېښه ده.

د چین رسمي تلوېزیون CCTV ویلي، یوازې تېره شپه د څه باندې ۱۵۰ کسانو مړي وموندل شول.

شینخوا مخکې ویلي وو، د وژل شویو شمېر ۳۴۵ ته رسېدلی، خو دا شمېره بیا وروسته ۳۳۱ اعلان شوه.

یوه چینايي چارواکي په تېره پنجشنبې ویلي وو، اټکل نه کېږي چې ژوندي کسان دې وموندل شي.

عیني شاهدان وايي، دغه ۷۶،۵ متره اوږده او ۲۲۰۰ ټنه وزن لرونکې بېړۍ په څه کمه یوه دقیقه کې چپه شوه، او چارواکو یې لامل توپاني هوا وبلله.

د بېړۍ له منځه یوازې درې کسان ژوندي پاتې شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د بېړۍ له منځه یوازې درې کسان ژوندي پاتې شوي
بېړۍ د کرېن په مټ له سیند له تل نه رایستل شوې ده

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، بېړۍ د کرېن په مټ له سیند له تل نه رایستل شوې ده

وروسته تر هغه چې د قرباني شویو خپلوانو لاریون وکړ، د چین ولسمشر شي جینپینګ ژمنه وکړه چې ددغې ناوریني پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي.

چارواکي د پېښې سیمې ته تګ راتګ کوي او د قرباني شویو خپلوان او خبریالان ورسره بیايي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د ختیځ ستوری

  • دا بېړۍ ۷۶،۵ متره اوږده او ۲۲۰۰۰ ټنه وزن لرونکې بېړۍ په چین کې په (دانګفنګژیچینګ) نوم یادېږي.
  • په بېړۍ کې ۴۰۵ کسان سپاره وو، چې ډېری یې عمر خوړلي سیلانیان وو، خو یو درې کلن ماشوم، د سفر د ایجنسیو پنځه کارکوونکي او د بېړۍ ۴۶ کسه عمله هم سپاره وو.
  • دا بېړۍ د د ختیځ چانکینګ بېړۍ چلونې د شرکت اړوند وه.
  • بېړۍ په اپرېل کې د چین له ختیځ ننجینګ ښار نه حرکت کړ او سوېل لوېدیځ چانکینګ ته په ۱۵۰۰ کیلومتره سفر روانه وه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AP