د چین سوېل کې ۴۵۰ مسافر وړونکې بېړۍ ډوبه شوې

د عکس سرچینه، AP
چینايي رسنیو ویلي، ددغه هېواد په سوېلي یانګچي سیند کې د تېز باد له کبله یوه بېړۍ ډوبه شوې ده، چې ۴۵۰ مسافر پکې سپاره وو.
شینخوا خبري اژانس ویلي، ژغورندویه ډلې سیمې ته رسېدلې دي، چې تر اوسه یې ۸ مسافر ژغورلي، خو د نورو لټون روان دی.
سرچینه وايي، په دې بېړۍ کې د ۴۵۰ مسافرو سربېره، د بېړۍ ۴۷ عمله او د سیاحت د یوه شرکت پنځه کارکوونکي هم وو.
د ژغورل شوي ماڼو له قوله ویلی شوي، بېړۍ د تېز باد له کبله چپه شوه او ژر ډوبه شوه.
رپوټونه وايي تېزو بادونو او بارانونو د ژغورندویو ډلو کار له خنډ سره مخامخ کړی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د چین حکومتي تلوېزیون ویليو بېړۍ د (چونګینګ) په نوم د یوه شرکت ده، چې په یانګچي سیند کې د سیلانیانو لپاره د سفر زمینې برابروي.
د "چین ولس" په نامه ورځپاڼې لیکلي، د بېړۍ ډېری سپرلۍ سیلانیان دي، چې عمرونه یې د ۵۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي.
ورځپاڼه وايي، بېړۍ په سیند کې سرپر څڼې چپه شوې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








