چين کې د ډوبو شويو کسانو خپلوانو لاريون کړی

ولسمشر شي جينپېنګ په يوه اعلاميه کې چې د چينايي رسنيو له لوري خپره شوه ويلي، د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې لپاره به هر ډول هڅې وکړي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ولسمشر شي جينپېنګ په يوه اعلاميه کې چې د چينايي رسنيو له لوري خپره شوه ويلي، د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې لپاره به هر ډول هڅې وکړي

د هغو شاوخوا ۴۰۰ کسانو خپلوانو چې د سپرلۍ بېړۍ يې د چين په یانګتزي سيند کې اووښتې د بېړۍ د ډوبېدو له ځای سره نژدې يې اعتراض کړی دی.

لسګونه کسان د هوبي په ولایت کې د پوليسو له خنډونو تېر شوي، او د ډوبو شويو کسانو په اړه د زیاتو معلوماتو غوښتنه کوي.

حکومتي رسنۍ وايي په هغه پېښه کې چې د دوشنبې پر ورځ توپاني هوا کې دغه بېړۍ واوښته د ۶۵ کسانو مړينه تاييد شوې ده.

د ژغورنې کارکوونکي له سخت باران سره لاس او ګريوان دي، ځکه غوپه وهونکي نه پرېږدي د بېړۍ بدنې ته دننه شي.

خو له سې شنبې راهيسې د ژغورنې په عملياتو کې څوک ژوندي نه دي راوېستل شوي.

اوس پتېيل شوې چې د ۴۶۵ سپرلیو له ډلې يوازې ۱۴ يې له بېړۍ ژوندي وتلي دي.

د مړو شويو رسمي شمېرې وروسته له هغه نورې هم وختې چې د پنجشنبې پر ورځ غوپه وهونکو د ۳۹ نورو کسانو جسدونه راووېستل.

چارواکي وايي د ژوندي پاتې کسانو په اړه يې هيلې په کمېدو دي.

چينايي مشرانو ويلي د ژغورنې په هڅو کې به له هرې ممکنه چارې کار واخلي.

ولسمشر شي جينپېنګ په يوه اعلاميه کې چې د چينايي رسنيو له لوري خپره شوه ويلي، د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې لپاره به هر ډول هڅې وکړي.

خو د لادرکه شويو د کورنۍ غړي وايي چې د ځايي چارواکو له لوري ورته معلومات نه ورکول کېږي.

دوی وايي د ژغورنې د هڅو په اړه هېڅوک جزييات نه ورکوي.