نيپال کې ځمکې ښوېدو زرګونه کسان تېښتې ته اړ کړي

د عکس سرچینه، Dhruba Sagar Sharma
د نيپال په لويديځ کې وروسته له هغه زرګونه کسان خوندي ځايونو ته وتښتېدل چې ځمک ښووېدنې د يوه سيند د اوبو لار وتړله او د سيلاوونو خطر رامنځته شو.
د پلازمېنې کټمنډو په شمال لویديځ کې ۱۴۰ کليومتره لرې کالي ګنډاکي سيند يو ژور او په چټکۍ پراخېدونکی ډنډ جوړ کړی دی.
سيمې ته د مرستې لپاره د پوځ سرتيري استول شوي او د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه راپور نه دی ورکړای شوی.
له هغې راوروسته چې د اپريل پر ۲۵مه اووه اعشاريه اته درجې زلزلې نپيال وځاپه په دغه هېواد کې د ځمک ښووېدنې يو شمېر پېښې شوې دي.
زلزلې څه د پاسه ۸۰۰۰ کسان ووژل، زيات نور يې ټپيان او ميليونه يې بېځايه کړل.
د يکشنبې شاوخوا نيمه شپه وه چې ځمکه وښوېده او چارواکي وايي دا د دې لامل شوه چې په جوړ شوي ډنډ کې د اوبو کچه نژدې ۲۰۰ متره پورته شي.
د رويترز خبري اژانس ته د نيپال د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي: ''موږ د سيند پر غاړه د پرتو کليو له خلکو وغوښتل چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځايونو ته ولاړ شي''.
چارواکو خبرداری ورکړی ښايي د نيپال د برېښنا تر ټولو ستر بند چې په دغه سيمه کې دی له خطر سره مخامخ شي.
د پوځ څرخي الوتکې د سيمې څارلو لپاره استول شوي چې په څرخکو کې سپاره پوځيان به دغلته په ډنډ کې ولاړو اوبو ته د وتو لارې پيدا کړي.
چارواکي وايي که اوبه په يو ځل بهر ته لار وکړي ډېرې سيمې به د سېلاوونو له ګواښ سره مخامخې شي.
د کالي ګنداکي سيند له نيپال نه بيا هند ته بهيږي او دغلته په پای کې له ګنګا سره يو ځای کېږي.








