بدخشان کې ځمکښویېدنې لسګونه کسان وژلي

تېر کال هم په دې ولایت کې ځمکښویېدنې لږترلږه ۳۰۰ کورنۍ لاندې کړې، چې نژدې ۲۵۰۰ کسان پکې لاندې شوي او وژل شوي دي.
د عکس تشریح، تېر کال هم په دې ولایت کې ځمکښویېدنې لږترلږه ۳۰۰ کورنۍ لاندې کړې، چې نژدې ۲۵۰۰ کسان پکې لاندې شوي او وژل شوي دي.

د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت "خواهان" ولسوالۍ جِرو کلي کې د عیني شاهدانو په وینا، ځمکښویېدو لسګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

عیني شاهدان وايي، د وژل شویو شمېر د ۵۲ او ۹۰ کسانو ترمنځ اټکل شوی، خو دقیقه شمېره نه لري.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې ډله سیمې ته د مرستو د استولو پر همغږۍ بوخته ده، خو تر اوسه کومه مرستندویه ډله سیمې ته په رسېدو نه ده توانېدلې:

"له بده مرغه، تېره شپه د هغه کلي چې ۹۷ کورنۍ پکې اوسېدې، پاتې کورونه هم ځمکښویېدنې نړولي، چې ۲۵ ښځې، ۲۲ ماشومان، او ۵ نارینه پکې وژل شوي او مړي یې تر کنډوالو لاندې دي. په دغو ۹۷ کورونو کې هېڅ کوم یو کور سم نه دی پاتې شوی او ټول نړېدلي دي".

نوموړی وايي، په ولسوالۍ کې د اغېزمنو شویو کورنیو لپاره یوه اندزاه چمتو شوې مرسته موجوده وه، چې اوس د دوو چورلکو په مټ د اغېزمنو شویو لپاره د مرستو رسولو پر چارې غور کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې دا مهال هند ته په درې ورځني سفر تللی، د بدخشان په پېښه خواشینی شوی.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر اړوندو بنسټونو ته امر کړی، چې په بیړه له اغېزمنو شویو سره مرستې وکړي او تر کنډوالو لاندې د ممکنه ژوندیو کسانو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

بدخشان کې د بي بي سي خبریال وايي، پېښه په یوه غرنۍ سیمه کې شوې ده، چې ورتګ ورته ګران دی، خو هلته اغېزمن شوي وګړي له ناوړه حالت سره مخامخ دي.

زموږ خبریال وايي، دا چې له سیمې ژر خبرونه نه ورکول کېږي، دا پېښه دوه ورځې وروسته رسنیو ته رسېدلې ده، چې په وینا یې ۹۷ کورنۍ، چې تر زرو ډېر وګړي پکې وو، له خپلو مېنو وتلي دي.

په لومړي سر کې یوه عیني شاهد ویلي وو، پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو وروسته د سیمې یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، تېره شپه بیا ځمکه وښویېده، چې د لومړۍ پېښې له ځایه نژدې پنځوس متره لیرې وه، چې ۵۲ کسان پکې له منځه ولاړل.

ویل کېږي، په قربانیانو کې ۲۲ ماشومان هم دي.

د عمران الدین په نامه د خواهان ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي:

د تېر کال په همدې موده کې بدخشان کې ځمکښویېدو درانه ځاني او مالي زیانونه واړول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د تېر کال په همدې موده کې بدخشان کې ځمکښویېدو درانه ځاني او مالي زیانونه واړول

"اغېزمن شوي تېره شپه په یوه داسې کور کې ځای پرځای شوي وو چې ځانته یې خوندي ګڼلی و، خو تېره شپه په ځمکښویېدو کې دغه کور هم نړېدلې، چې ۵۲ کسان پکې وژل شوي".

خو فیض آباد ښار کې د خواهان ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، د قربانیانو شمېر تر ۹۰ کسانو پورې رسېدلی.

تېر کال هم په دې ولایت کې <link type="page"><caption> ځمکښویېدنې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2014/05/140503_hh-badakhshan-landslide-pg" platform="highweb"/></link> لږترلږه ۳۰۰ کورنۍ لاندې کړې، چې نژدې ۲۵۰۰ کسان پکې لاندې شوي او وژل شوي دي.