په بدخشان کې يو ځوان وژل شوی

پوليس وايي وژل شوی کس پېژندل شوی خو تر اوس يې د وژلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي
د عکس تشریح، پوليس وايي وژل شوی کس پېژندل شوی خو تر اوس يې د وژلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي

د بدخشان پولیس وایي یو اتلس کلن ځوان د فیض آباد ښار ته څېرمه د ناپېژاندو کسانو له خوا لومړی په چاړو وهل شوی او بیا یې غاړه پرې شوې ده.

له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیس وایي تر اوسه يې په دې تور څوک نه دې نیول شوي.

دغه ځوان په جوزګون کلي کې چې د فیض آباد ښار ته څېرمه پروت دی، وژل شوی.

له دغې پېښې وروسته له ځايي اوسېدونکو سره د نا امنۍ په اړه اندېښنې ډیرې شوې دي.

د بدخشان د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر امام علي عزیزي وایي "دغه ځوان ډېر په بې رحمانه توګه وژل شوی چې لومړی یې په چاړو ټپي کړی او ورسته یې غاړه پرې کړې ده".

پولیس وایي د وژل شوي ځوان مړی پېژندل شوی خو تر دې دمه په دې تور څوک نه دي نیول شوي.

په فیض اباد کې دا دویم ځل دی چې دا ډول پیښې ترسره کیږي تیر کال هم یو ځوان د ځورونې او وهلو وروسته وژل شوی و چې مړی یې په فیض اباد کې وموندل شو.

دا ډول مرموزې وژنې چې پولیسو یې هم تر اوسه لاملونه نه دي موندلي د خلکو غوسې او اندیښنې راپارولي دي او امنیتي چارواکي په ناغېړۍ تورن کوي.