د ځمکې په چاپیریال کې بدلونونه د ناسا له نظره

د واورو ویلي کېدونکې څوکې، ورکېدونکي جهیلونه او پراخېدونکي ښارونه، هغه بدلونونه دي چې ناسا د ځمکې په چاپیریال کې ثبت کړي او د عکسونو دغه ټولګه یې د (پخوا او اوس) په نامه نومولې ده.

د واورو ویلي کېدونکې څوکې، ورکېدونکي جهیلونه او پراخېدونکي ښارونه هغه بدلونونه دي چې ناسا د ځمکې په چاپیریال کې ثبت کړي دي او د عکسونو دغه ټولګه یې د (پخوا او اوس) په نامه نومولې ده. دا د پېرو هېواد په سوېل مرکزي سیمه کې د اندېس په غرونو کې د قوري کالیس په نامه کنګل دی. په ۱۹۷۸ کال کې دغه کنګل پرمختګ کاوه خو په ۲۰۱۱ کال کې په بشپړ ډول ودرېد او یوازې یو جهیل چې ۶۰ متره ژور دی، یې شاته پرېښود.
د عکس تشریح، د واورو ویلي کېدونکې څوکې، ورکېدونکي جهیلونه او پراخېدونکي ښارونه هغه بدلونونه دي چې ناسا د ځمکې په چاپیریال کې ثبت کړي دي او د عکسونو دغه ټولګه یې د (پخوا او اوس) په نامه نومولې ده. دا د پېرو هېواد په سوېل مرکزي سیمه کې د اندېس په غرونو کې د قوري کالیس په نامه کنګل دی. په ۱۹۷۸ کال کې دغه کنګل پرمختګ کاوه خو په ۲۰۱۱ کال کې په بشپړ ډول ودرېد او یوازې یو جهیل چې ۶۰ متره ژور دی، یې شاته پرېښود.
د ناسا سپوږمکیو د هوا د بدلون د اغېزو ګڼ مثالونه ثبت کړي، چې په کې ښاورنو کې د خلکو مېشتېدنه او د نړۍ په مختلفو سیمو کې طبیعي ګواښونه موجود دي. د چیلي هېواد د نړۍ یو پر درې برخه مس تولیدوي چې تر ډېره ترې د برېښنا په کېبلونو کې کار اخیستل کېږي. د اېسکوندیدا په نامه کان هر کال څه دپاسه یو میلیون ټنه مس تولیدوي. د آټاکاما د دښتې پر چاپیریال یې اغېزې، د ۱۹۷۵ کال یو انځور چې له کان کیندنې مخکې اخیستل شوی او د ۲۰۰۸م کال یو انځور کې، څرګندې دي.
د عکس تشریح، د ناسا سپوږمکیو د هوا د بدلون د اغېزو ګڼ مثالونه ثبت کړي، چې په کې ښاورنو کې د خلکو مېشتېدنه او د نړۍ په مختلفو سیمو کې طبیعي ګواښونه موجود دي. د چیلي هېواد د نړۍ یو پر درې برخه مس تولیدوي چې تر ډېره ترې د برېښنا په کېبلونو کې کار اخیستل کېږي. د اېسکوندیدا په نامه کان هر کال څه دپاسه یو میلیون ټنه مس تولیدوي. د آټاکاما د دښتې پر چاپیریال یې اغېزې، د ۱۹۷۵ کال یو انځور چې له کان کیندنې مخکې اخیستل شوی او د ۲۰۰۸م کال یو انځور کې، څرګندې دي.
د پاکستان په سوېل کې د دشت پر سیند د میراني بند پروژې کار په ۲۰۰۶م کال کې بشپړ شو. د دغه بند اوبه د څښلو، اوبو لګولو او د اوبو برېښنا لپاره کارول کېږي. کیڼ لاس کې د سیمې د هغه مهال انځور دی چې بند په کې لا نه و جوړ شوی. د ښي طرف په انځور کې په ۲۰۱۱ م کال کې جوړ شوی بند ښودل شوی چې ښيي د بند په مټ پراخه کرهڼه ترسره کېږي.
د عکس تشریح، د پاکستان په سوېل کې د دشت پر سیند د میراني بند پروژې کار په ۲۰۰۶م کال کې بشپړ شو. د دغه بند اوبه د څښلو، اوبو لګولو او د اوبو برېښنا لپاره کارول کېږي. کیڼ لاس کې د سیمې د هغه مهال انځور دی چې بند په کې لا نه و جوړ شوی. د ښي طرف په انځور کې په ۲۰۱۱ م کال کې جوړ شوی بند ښودل شوی چې ښيي د بند په مټ پراخه کرهڼه ترسره کېږي.
د پاراګوای هېواد لوېدیځه برخه پراخه او هواره ده. په باراني موسم کې دغه سیمه لمده او وروسته بیا تږې دښته وي – دا د چاکو سیمه ده چې د ګاونډي بولېویا او ارجنټاین تر پولو رسېږي. د ۱۹۷۷ او ۲۰۰۸ کلونو انځورونو له پرتلې څرګندېږي چې کرهڼیزو ځمکو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی (هندسي نمونه).
د عکس تشریح، د پاراګوای هېواد لوېدیځه برخه پراخه او هواره ده. په باراني موسم کې دغه سیمه لمده او وروسته بیا تږې دښته وي – دا د چاکو سیمه ده چې د ګاونډي بولېویا او ارجنټاین تر پولو رسېږي. د ۱۹۷۷ او ۲۰۰۸ کلونو انځورونو له پرتلې څرګندېږي چې کرهڼیزو ځمکو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی (هندسي نمونه).
د مدیترانې له ساحلي سیمو جهیلونه او ډنډونه ورک شوي دي. خو د تونس لوېدیځ بېزرتي سیمه کې د اېچکېل په نامه جهیل پروت دی چې په ژمي کې ورته تر نیم میلیون مرغان راځي. په دغه ځای کې د اوبو لګولو او ګرځندویی لپاره د جوړ شوي بند له کبله جهیل کې اوبه کمې شوې، دغه انځورونه د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۵ کلونو دي.
د عکس تشریح، د مدیترانې له ساحلي سیمو جهیلونه او ډنډونه ورک شوي دي. خو د تونس لوېدیځ بېزرتي سیمه کې د اېچکېل په نامه جهیل پروت دی چې په ژمي کې ورته تر نیم میلیون مرغان راځي. په دغه ځای کې د اوبو لګولو او ګرځندویی لپاره د جوړ شوي بند له کبله جهیل کې اوبه کمې شوې، دغه انځورونه د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۵ کلونو دي.
دغه انځورونه له ۱۹۷۷ نه تر ۲۰۱۱ کلونو پورې د بېجنګ پراختیا ښيي. نیله رنګونه ودانۍ او د پلیو لارې ښيي او سره رنګونه د طبیعي او کرهڼیزو نباتاتو ښکارندويي کوي.
د عکس تشریح، دغه انځورونه له ۱۹۷۷ نه تر ۲۰۱۱ کلونو پورې د بېجنګ پراختیا ښيي. نیله رنګونه ودانۍ او د پلیو لارې ښيي او سره رنګونه د طبیعي او کرهڼیزو نباتاتو ښکارندويي کوي.
څلوېښت کلونه مخکې د ارال سیند له کب نیونکو او کښتیو ډک و خو اوس یې هېڅ څرک نه لګېږي. دا هغه مهال په وچېدو شو چې په ۱۹۶۰ لسیزه کې بندونه او کانالونه جوړ شول او د دوو سترو سیندونو چې دغې سیمې ته یې اوبه ورکولې، مخه یې ونیوله. د ۲۰۰۰ کال انځور کې د ارال شمالي سیند له سوېلي هغه بیل شوی و او په ۲۰۱۴ کال کې وچکالي د سوېلي سیند د ختیځې برخې په بشپړ ډول وچېدو لامل شوه.
د عکس تشریح، څلوېښت کلونه مخکې د ارال سیند له کب نیونکو او کښتیو ډک و خو اوس یې هېڅ څرک نه لګېږي. دا هغه مهال په وچېدو شو چې په ۱۹۶۰ لسیزه کې بندونه او کانالونه جوړ شول او د دوو سترو سیندونو چې دغې سیمې ته یې اوبه ورکولې، مخه یې ونیوله. د ۲۰۰۰ کال انځور کې د ارال شمالي سیند له سوېلي هغه بیل شوی و او په ۲۰۱۴ کال کې وچکالي د سوېلي سیند د ختیځې برخې په بشپړ ډول وچېدو لامل شوه.
دغه انځورونه چې په ۱۹۷۲، ۱۹۹۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې اخیستل شوي د امریکا د متحدو ایالتونو د لاس وېګاس، نېوادا ښار چټکه پراختیا ښيي. تاسو د ناسا د دغې پروژې نورې بېلګې د بدلون په نامه وېب پاڼه کې موندلی شئ: climate.nasa.gov/state_of_flux
د عکس تشریح، دغه انځورونه چې په ۱۹۷۲، ۱۹۹۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې اخیستل شوي د امریکا د متحدو ایالتونو د لاس وېګاس، نېوادا ښار چټکه پراختیا ښيي. تاسو د ناسا د دغې پروژې نورې بېلګې د بدلون په نامه وېب پاڼه کې موندلی شئ: climate.nasa.gov/state_of_flux