د قاهرې بم چاودنه کې پوليس وژل شوی

د عکس سرچینه، AP
د مصر پلازمېنې قاهرې په زمالک سيمه کې دپوليسو څوکۍ ته نژدې د بم چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
تراوسه کومې ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. د محمد مرسي له واک پرځېدو وروسته د اسلامي ډلو له خوا بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.
د تېرې شبنې پر ورځ قاهره کې يوه بله چاودنه شوې وه چې څوک نه وو په کې وژل شوي.
ويل کېږي د تېرې اوونۍ قاهرې پوهنتون چاودنه چې اته کسان په کې ټپيان شوي وو د اجناد مصر ډلې ترسره کړې وه.
د مصر سينا په ټاپو کې د ناامنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی. په تېرو څو مياشتو کې ګڼ شمېر پوځيان او پوليس د وسله والو له خوا بريدونو کې وژل شوي دي.
د مصر د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح السيسي واک ته له رسېدو وروسته په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي.




