مصري ځوانان د لاریون په تور بندیان شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د مصر اسکندریه ښار کې يوې محکمې ٧٨ هغو مصري ځوانانو ته د بند پنځه کلنه سزا ورکړې ده چې د اخوان المسلمين د منع شوي سازمان له لوري په جوړو شويو مظاهرو کې يې برخه اخيستې وه.
دولتي رسنۍ ويلي، دغه زلمیان چې عمرونه يې د ١٣ او ١٧ کلونو ترمنځ دي لارې يې بندې کړې، ټايرونو ته يې اور اچولى او د خلکو پر شخصي ودانيو يې بريدونه کړي دي.
تېر کال له هغه راهيسې چې محمد مرسي له دندې لرې کړاى شو د اخوان المسلمين ملاتړي او نور اسلامپالي په ډله ييز ډول محاکمه شوي او زندان کې اچول شوي دي.
د تېرې چارشنبې په ورځ مصري حکومت د ترهگرۍ ضد نوى قانون تصويب کړ چې له مخالفو ډلو سره په مبارزه کې ورته پريکنده واکونه ورکوي.
د دغو زلمیانو وکیل ایمن الدبي ویلي، ځینو زلمیانو په لاریونونو کې برخه نه لرله چې په غلط ډول یې په حق کې "ظلم شوی دی".
حکومت د مصر د مخکني منتخب ولسمشر محمد مرسي پلویان له تېر څه باندې یوه کال راهیسې ځپي او د اخوان المسلمین ګوند ګڼ مشران او غړي یې د زندان تورو تیارو ته اچولي دي.
د محمد مرسي پرضد له کودتا وروسته په شخړو کې لږترلږه ۱۴۰۰ کسان وژل شوي، او تر ۱۵۰۰۰ ډېر نور بندیان شوي دي.
په تېر مارچ میاشت کې یوې محکمې د محمد مرسي ۵۲۸ ملاتړي په اعدام محکوم کړل.
په همدې میاشت کې د مصر څارنوالۍ ۹۱۹ نور اسلامپالي په دوو جلا محکمو کې هم محاکمه کړل.
ملګرو ملتونو د مصر له خوا دا ډول لویه محاکمه غندلې ده.








