مصر کې ترافیکي پېښې د ۲۴ کسانو ژوند اخیستی

د عکس سرچینه،
د مصر اسوان پر یوه سړک د درو میني بسونو په ټکر کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
مصري چارواکي وايي، پېښه د اسوان په یوه کلیواله سیمه کې پر یوه سړک رامنځ ته شوې ده.
سیمې ته ۲۵ امبولانسونه رسېدلي چې ټپیان ژر روغتونونو ته ولېږدوي.
تر ټولو ډېر ژور ټپیان د مصر اسوان روغتون ته وړل شوي.
لومړنۍ څېړنې ښيي، دوه میني بسونه، چې له الفیوم ولایت نه یې ځوانان لېږدول، د ناصر بحیره کې کار کاوه، له یوه بل بس سره، چې له اسوان نه ادفو ته روان وو، جنګېدلي دي.
د اسوان د امنیت آمر محمد مصطفی بي بي سي ته وویل، په ټکر کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دا هم وویل، چې د ولسي ملاتړ یوې ډلې د ټکر شویو موټرو له منځه دوه مړي او ځینې نور ژوبل شوي کسان رایستلي دي.
لومړي معلومات ښيي، چې دا ټکر د موټرو د تېز تګ له کبله رامنځ ته شوی.








