قاهره کې د امنیتي کسانو ډزو یوه فعاله وژلې ده

الصباغ د پوځي شورا او د مخکیني ولسمشر محمد مرسي د نظام مخالفه وه،‌ چې په واک کې یې د پوځ د مشرتابه پرضد اعتراضونه کول.‌

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الصباغ د پوځي شورا او د مخکیني ولسمشر محمد مرسي د نظام مخالفه وه،‌ چې په واک کې یې د پوځ د مشرتابه پرضد اعتراضونه کول.‌

‌د مصر امنیتي او طبي سرچینې وايي، یوه لاریون کوونکې شیماء الصباغ په قاهره کې د شنبې په ورځ د مخکیني ولسمشر حسني مبارک د پاڅون د څلورمې کلیزې د لاریون پرمهال په ډزو وژل شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې ویلي شیماء الصباغ د مصر د ملي ایتلاف ګوند غړې وه،‌ چې له نژدې نه د تحریر میدان په نژدې واټن کې په مرمۍ لګېدلې ده.‌

د مصر د روغتیا وزارت ویاند بي بي سي ته د آغلې الصباغ د وژل کېدو خبر تایید کړی دی،‌ چې وايي مړی یې لاهم روغتون کې دی.‌

حسام عبدالغفار وايي، وزارت ته تر اوسه داسې جزییات نه دي ورکړل شوي چې په پېښه کې نورې ډزې هم شوې او که نه.‌

الصباغ په اسکندریه ښار کې د کیڼ اړخي ګوند یوه فعاله غړې وه.

د مصر ټولنیز دیموکرات ګوند د الصباغ پر مړینې غمشریکي ښودلې ده،‌ او د هغې د قتل د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده.‌

دوی دا کړنه یو لوی جرم ګڼلی چې په وینا یې یوه سوله ییزه لاریون کوونکې یې قرباني شوه.

د مصر د اساسي قانون څارونکي ګوند دا کړنه د اساسي قانون خلاف او د کورني سیاست مخالف عمل بللی دی.‌

الصباغ د پوځي شورا او د مخکیني ولسمشر محمد مرسي د نظام مخالفه وه،‌ چې په واک کې یې د پوځ د مشرتابه پرضد اعتراضونه کول.‌