'د مصر ولسمشر دې خبریال ګریسټي خوشی کړي'

د پیټر ګریسټي وروڼه وايي، مصری ولسمشر لاهم د دوی د ورور د خوشي کولو فرصت لري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پیټر ګریسټي وروڼه وايي، مصری ولسمشر لاهم د دوی د ورور د خوشي کولو فرصت لري

په مصر کې د الجزیرې تلوېزیون د انګلیسي څانګې د بندي استرالایيي خبریال پیټر ګریسټي کورنۍ له مصري ولسمشر نه په رسمي توګه د ښاغلي ګریسټي د خوشي کولو او له هېواده د ایستلو امر کړی.

د نوموړي کورنۍ له مصري ولسمشر نه غوښتنه کړې ده، چې په دې اړه یې یو فرمان صادر کړي.

د ګریسټي دوو وروڼو د مصر له ولسمشر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د تېر کال د هغه فرمان د عملي کولو غوښتنه کړې ده، چې ویلي یې وو، په مصر کې بندي او هغه بهرنیان دې له دې هېواده وایستل شي، چې محاکمو ته نژدې شوي دي.

له ښاغلي ګریستي سره د الجزیرې تلویزیون دوه نور خبریالان هم بندیان دي.

د مصر یوې عالي محکمې امر کړی، چې دغه بندي خبریالان دې د نوې میاشتې په پیلېدو سره تر بلې محاکمې پورې په بند کې وساتي.

یو کال بند کې

ګریستي او محمد فهي او باهر محمد د ۲۰۱۳ کال د دسمبر میاشت کې نیول شوي وو، چې ټیک یو کال یې په مصري زندان کې تېر کړ، بیا پر دوی د اوو او لسو کلونو ترمنځ د بند حکم وشو.

پر دوی له اخوان المسلمین ګوندسره د همکارۍ تورونه لګول شوي دي.

خو درې واړه خبریالان وايي، پر دوی لګول شوي تورونه بې بنسټه دي، بلکې د دوی دنده یوازې د کره خبرونو رسول وو.

د ګریسټي یوه ورور انډرو ویلي "د محکمې حکم په دې معنا دی چې یو خبریال په زندان کې په ناقانونه توګه اچول کېږي، همدا وخت دی چې ولسمشر السیسي دې په دې قضیه کې مداخله وکړي او هغه څه دې عملي کړي چې تېر کال یې ژمنه کړې وه. "

السیسي وړاندې ویلي وو، هیله مند دی چې خبریالان دې د محاکمې پرځای له هېواده وشړل شي.

په مصري زندان کې د دغو خبریالانو پر بند ټیک یو کال تېر شوی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په مصري زندان کې د دغو خبریالانو پر بند ټیک یو کال تېر شوی
الجزیرې له خلکو غوښتي چې ددغو درو واړو خبریالانو ملا وتړي، او ټینګار یې دا دی چې "خبریالي جرم نه دی"
د عکس تشریح، الجزیرې له خلکو غوښتي چې ددغو درو واړو خبریالانو ملا وتړي، او ټینګار یې دا دی چې "خبریالي جرم نه دی"
پیټر ګریسټي

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، پیټر ګریسټي له تېر یوه کال راهیسې مصر کې بندي دی

انډرو ګریسټي وايي "غوره دا ده چې پیټر خپل هېواد [استرالیا] راستون شي او ولسمشر یې د ایستلو امر صادر کړي".

دی وايي، د نوې محاکمې پر پیلېدا پورې راتلونکې ورځې ولسمشر ته دا زمینه برابروي چې دا کار پکې وکړي.

د ګریسټي کورنۍ وايي، که څه هم د تېرې پنجشنبې ورځې محاکمه نهیلي کوونکې وه، خو "لاهم وخت شته چې دا قضیه په سم لوري بوتلل شي".

د الجزیرې تلوېزیون هم له مصري چارواکو ددغو خبریالانو د سم لاسي خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د محمد فهمي کوزده وايي، د خپل مېړه په روغتیايي وضعیت اندېښمنه ده، خو د هغه د خوشي کولو لپاره به خپلې هلې ځلې جاري وساتي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د محمد فهمي کوزده وايي، د خپل مېړه په روغتیايي وضعیت اندېښمنه ده، خو د هغه د خوشي کولو لپاره به خپلې هلې ځلې جاري وساتي
د ښاغلي ګریسټي کورنۍ وايي، که څه هم د عالي محکمې حکم نهیلی کوونکی دی، خو لاهم تمه لري چې هغه به خوشی شي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د ښاغلي ګریسټي کورنۍ وايي، که څه هم د عالي محکمې حکم نهیلی کوونکی دی، خو لاهم تمه لري چې هغه به خوشی شي