مصر د الجزیرې د خبریالانو محاکمه بیا پیل کړه

د عکس سرچینه، Al Jazeera
په مصر کې د الجزیرې تلوېزیون د هغو څلورو خبریالانو محاکمه بیا پیل شوه، چې له نژدې څلورو میاشتو راهیسې بې برخلیکه زندان کې پراته دي.
پر دغو خبریالانو د اخوان المسلمین د ملاتړ او د دروغ خبرونو د خپرولو تورونه لګول شوي.
دا شپږم ځل دی چې د سې شنبې پر ورځ مصر د الجزیرې د خبریالانو لپاره د محاکمې جلسه جوړوي.
پر مصري حکومت د خبریالانو د نیولو او محاکمه کولو له اړخه د نړیوالو او کورنیو بشري حقونو فعالو ډلو نیوکې کړې دي.
د مصر حکومت د "وینا ازادۍ" په نه مراعاتولو تورن شوی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وړاندې قاهره کې د الجزیرې د دفتر د مشر فهمي او د هغه د نورو ملګرو د "عادلانه او چټکې" محاکمې غوښتنه کړې وه.
په مخکنۍ محاکمه کې په ضمانت د خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه رد شوې وه.
خو په نننۍ محاکمه کې به هم د بندي خبریالانو وکیلان د هغوی د خوشي کېدو وړاندیزونه وکړي.
دغه خبریالان د تېر دسمبر پر ۲۹ د قاهرې نیل پرڅنډه په یوه هوټل کې ونیول شول، چې تر نن پورې یې زندان کې ۱۱۴ شپې تېرې کړې دي.
د الجزیرې تلوېزیون درې خبریالان (استرالیایی ګریسټ، مصری - کاناډایی فهمي، او مصری باهر محمد) دي ږ
الجزیره د دوی پر خبریالانو لګول شوي تورونه "بابیزه" خبرې بولي.
پر دغو خبریالانو سربېره، نننۍ محاکمه کې پنځه نور تورن مصریان هم محاکمه کېږي.
نیویارک مېشتي د بښنې نړیوال سازمان دوې اونۍ مخکې مصر کې د خبریالانو محاکمه کېدل "انتقامي" عمل بللی دی، او له مصري چارواکو ژر تر ژره د تورنو خبریالانو د سپینو خېژولو غوښتنه کړې ده.
د مصر د مخکني منتخب ولسمشر محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته، د مصر او قطر ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.
مصر پر قطر د اخوان المسلمین ګوند د ملاتړ تور لګوي.
خو مصري چارواکي وايي چې د الجزیرې خبریالانو د قاهرې پرضد د دوحې په پلوۍ او ګټه فعالیتونه کول.








