مصر کې د الجزیزې د خبریالانو ضمانت بیا رد شو

د شنبې په ورځ د محاکمې پرمهال قاضي محمد فهمي ته اجازه ورکړه چې د ځان سپیناوی وکړي.
د عکس تشریح، د شنبې په ورځ د محاکمې پرمهال قاضي محمد فهمي ته اجازه ورکړه چې د ځان سپیناوی وکړي.

په مصر کې د الجزیزې د دریو نیول شویو خبریالانو ضمانت یو ځل بیا د محکمې له خوا رد شو.

قاضي د دغو دریو خبریالانو محاکمه د روانې عیسوي میاشتې تر ۱۵ نیټې وځنډوله او د محاکمې پر مهال یې یوه ته جازه ورکړه چې د ځان سپیناوی وکړي.

محمد فهمي چې په مصر کې د الجزیزې د دفتر مشر دی قاضي ته وویل چې دا یې دنده وه چې له ټولو سیاسي څیرو سره چې په هغو کې د اخوان المسلمین د ډلې چارواکي، پولیس او پوځ هم راځي اړیکې وساتي.

پر دغو دریو خبریالانو تور دی چې ناسم معلومات یې خپاره کړي او له اخوان المسلمین ګوند سره یې مرسته کړې ده.

ښاغلي فهمي چې مصري الاصله کاناډايي دی له پیټر ګریسټي او بهیر محمد سره یوځای له تېر ډسمبر راهیسې بندی دی.

د شنبې په ورځ د محاکمې په یوې وقفې کې ښاغلي ګریسټي خپلو همکارانو ته وویل په مصر کې به هېڅ کله د بیان آزادي نه وي ځکه چې خبریالان په کې بندیان کېږي.

نوموړي خپله محاکمه بي عدالتي وبلله او زیاته یې کړه چې خپل مدافع وکیل ته یې لاس رسي تقریباً ناشونی دی.

کله چې د دغو دریو خبریالانو اومه محاکمه پائ ته ورسېده دریواړو چیغه کړه چې د بیان د آزادی ورځ مو مبارک شه.

له محکمې نه بهر د ښاغلي ګریسټي ورور اندریو وویل دا محاکمه چې د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوې ډېره اوږده شوه.

نوموړي وویل "د بیان د آزادۍ په ورځ چې دا باتجربه خبریالان چې جایزې یې ګټلي دي دلته دي او محاکمه یې دوام لري دا یو شرم دی، دوی باید دلته نه وای."

دا درې خبریالان او ۱۵ نور له اخوان المسلمین ګوند سره چې بندیز پرې لګول شوي په اړیکو درلودلو تورن دي.

د یادولو وړ ده چې د الجزیرې یو څلورم خبریال عبدالله الشامي د تېر اګست میاشتې راهیسې نیول شوی خو تراوسه هېڅ تور پرې نه دی لګول شوی.

نوموړی له څه باندې ۱۰۰ ورځو راهیسې د خپلې نیونې پرخلاف د نه خوړولو اعتصاب کړی دی.