د الجزیرې له بندي خبریالانو سره خواخوږي
د خواله پر رسنیو – ټولنیزو وېبپاڼو (ټویټر او فېسبوک) خبریالانو په مصر کې د واکمن نظام له خوا د الجزیرې د خبریالانو د نیولو په تړاو پر خپلو خولو چسپک لګولي او له بندي خبریالانو سره یې خپله خواخوږي ښوولې ده.
د دوشنبې پر ورځ (اپریل ۷) مصر کې د الجزیرې شبکې د خبریالانو د بند ۱۰۰ ورځ پوره کېږي.
ځینو خبریالانو او رسنیو په متحده عربي اماراتو کې د الجزیرې پر خپرونو د بندیز لګولو د غوښتنې پرضد هم کمپاین کړی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په اروپا کې د بشري حقونو د سازمان منشرې لوت لیخت پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې "خبریالي جرم نه دی! خبریال پیټر ګرېسټ له خپلو ملګرو سره لاهم تر سلو ورځو وروسته د بند شپې سبا کوي".
بي بي سي هم له هغو رسنیو ده، چې له خبریالانو د نیولو پرضد کمپاین ملاتړ یې کړی دی.
مسکو کې د بي بي سي خبریالانو خپلې خولې تړلې او مصر کې د وینا د ازادۍ او د الجزیرې د خبریالانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.
اماراتو کې د الجزیرې د بندولو غوښتنه

د عکس سرچینه، BBC World Service
په متحده عربي اماراتو کې تر ټولو ډېر هشتګونه په دغو تورو کې خپاره شوي چې: #اماراتو_کې_د الجزیرې_د_خپرونو_بندېدل_غواړو.
دا چیغې اماراتو کې د اخواني ضد کمپاین په لړ کې راپورته شوې دي، چې وايي د قطر الجزیره تلوېزیون د همدې ډلې پر مفکورو ولاړ دی.
تر ټولو ډېر د محمد المسکري ټویټونه ډېر خپاره شوي چې وايي الجزیره "هغه تلوېزیون دی، چې په عربي نړۍ کې د اخوانیانو د مفکورې خپرولو لپاره هلې ځلې کوي، دا د لوېديځ یوه داسې آله ده، چې د عربي ولسونو یووالی پکې تیت پرک کول غواړي".

د عکس سرچینه، BBC World Service
په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې هشټګ تر درو زرو ډېر ځلې کارول شوی.
کابل کې د بي بي سي دفتر هم د الجزیرې د خبریالانو د سلمې ورځې بند په تړاو خپلې خولې تړلې او د هغوی د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه، b








