مصرۍ خبریاله میاده اشرف چا وژلې؟

میاده اشرف

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ۲۲ کلنه میاده اشرف د مصر له 'الدستور' ورځپاڼې سره کار کاوه.

په مصر کې د وژل شوې خبریالې میاده اشرف جنازه د تېرې شنبې په ورځ (وری ۹) په داسې حال کې ترسره او خاورو ته وسپارل شوه، چې د خبریالانو ټولنې د مصر د کورنیو چارو پر وزارت تور لګاوه، چې په لوی لاس خبریالان وژني.

له ۲۲ کلنې اشرف سره د تېرې جمعې په ورځ نښتو کې څلور نور کسان هم ووژل شول.

اړدوړ د مصر قاهرې عین شمس سیمه کې د امنیتي ځواکونو او د پوځي پاڅون ضد مظاهره کوونکو ترمنځ پیل شو، خو قرباني په کې خبریاله او څلور نور کسان ووژل شول.

پر همدې مهال قاهره کې خبریالانو لاریون وکړ او د خبریالې د قاتلینو د محاکمې غوښتنه یې کوله.

دوی د کورنیو چارو وزارت ضد شعارونه ورکول، چې ګني قصداً خبریالان په نښه کوي.

میاده اشرف د مصر "الدستور" ورځپاڼې لپاره کار کاوه، چې په وژل کېدو یې مصر کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیه بېرته پرانیستل شوه.

د دغې ورځپاڼې یوې بلې خبریالې احلام حسنین سعد د میاده د وژل کېدو پرمهال چې له هغې سره مله وه، کیسه کوله.

سعد وايي چې میاده د لاریون کوونکو په مرمۍ نه، بلکې د له شا نه د پولیسو په ډزو ووژل شوه.

بل خوا، د فرانسې خبري اژانس د مصر د یوې قضايي سرچینې په حواله ویلي، چې د لویې څارنوالۍ لومړنیو پلټنو ښودلې چې د تېرې جمعې ورځې په اړدوړ کې د اخوان المسلمین ګوند پنځه "پټ مخي" ښکېل وو، چې په وینا یې پولیسو له دوی یو شکمن نیولی دی.

خو یوه لاریون کوونکي ویلي، چې دغه خبریاله پر مظاهره کوونکو د پولیسو په هوايي ډزو کې ووژل شوه.

د خبریالانو د ملاتړ اداره وايي، د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ کې د پخواني ولسمشر حسني مبارک پر ضد د پاڅون له پیلېدا راهیسې د مصر اړدوړ کې لږترلږه نهه خبریالان وژل شوي.

یوازې تېر ۲۰۱۳ کال کې مصر کې شپږ خبریالان وژل شوي دي.

د خبریالانو ساتنه

میاده اشرف

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د مصر 'الدستور' ورځپاڼې یوې بلې خبریالې احلام حسنین سعد د میاده د وژل کېدو پرمهال چې له هغې سره مل وه، کیسه کوله.

پر همدې مهال، د مصر د خبریالانو د سترې شورا یوه مدافع صلاح عیسی ویلي که څه هم په شخړمنو سیمو کې د خبریالانو د ساتنې لپاره اصول شته، خو په مصر کې وضعیت نارامه دی او دغه دودونو او اصولو ته هېڅ پام نه کېږي.

عیسی وايي، ښه به دا وي چې د اړدوړ سیمو کې خبریالان داسې نښه ولري، چې د خبریالۍ ښکارندويي یې وشي.

خو نوموړی وايي د مصر وضعیت بېل ډول دی "کله چې خبریالان د خبریالۍ څرګندولو نښه ولري، په لوی لاس ګواښل کېږي، وهل کېږي او بندي کېږي".

د مصر یوې بلې خبریالې حنان فکري ویلي، خبریالان یوازې پېښې تر خبري پوښښ لاندې راولي، خو د خبریالانو ژوند ژغورلو لپاره باید پراخ ملاتړ رامنځ ته او قاتلینو ته یې سزا ورکړل شي.