مصرۍ محکمې ۵۲۹ اخوانیان په اعدام محکوم کړي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د مصر المنیا جنايي جرمونو محکمې د اخوان المسلمین ګوند د ۵۲۹ غړو دوسیې مفتي ته حواله کړې دي.
شپاړس تورن کسان د المنیا د پولیسو پر یوه مرکز د برید قضیه کې سپین خېژول شوي دي.
مفتي ته د تورنو د دوسیو استول په مصري قانون کې د اعدام په مانا دي.
پر دغو کسانو د یوه افسر د وژلو او د پولیسو د وسلو ترلاسه کولو تورونه لګېدلي.
همداشان دوی تورن شوي، چې ګني عامه او خاص ملکیتونه یې سېځلي دي.
د ویلو ده چې په دې قضیه کې د نیول شویو تورنو شمېر ۱۱۵ کسانو ته رسېږي.
په دغو تورنو کې د المنیا ځینې سیمه ییز مخکني چارواکي او د ولسي جرګې او د اخوان المسلمین ګوند ځینې غړي هم دي.
ویل کېږي، پر تورنو د المنیا د مطای پولیسو د مرکز د یوه مامور د وژلو تور هم دی.
د مصر المنیا ولایت کې د تاوتریخوالي څپې وروسته تر هغه پیل شوې، چې د قاهرې او الجیزې پاڅون او د رابعه عدویه اعتصاب په زور ړنګ شو.
د نیول شویو له ډلې پر ځینو تورنو تور دی، چې پر کلیساوو او موزیم یې بریدونه کړي او زیاتره لرغوني اثار یې لوټ کړي دي.

د محکمې پلاوي ته به ۱۷۰ تورن حاضر شي، خو نور تورن تري تم شوي دي.
تورنو ته د استیناف حق ورکړل شوی دی.
دغه کسان د محمد مرسي د هغو ۱۲۰۰ کسانو له ډلې ديو چې مصر کې یې محاکمه دوام لري.
په تېر جولای میاشت کې د محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته، مصري چارواکو له اخوان المسلمین ګوند او ملاتړو سره خپل چلند سخت کړ.
د دغې ډلې زرګونه کسان ونیول شول او سلګونه نور له امنیتي کسانو او پولیسو سره په نښتو کې ووژل شول.








