قاهره کې ناپېژاندو وسله والو ۶ مصري پوځيان وژلي

د عکس سرچینه، AP
د مصر پلازمېنې قاهرې شمالي قلیوبیه ولایت الخیمه سیمه کې د تلاشۍ پر یوې پوستې د ناپېژاندو وسله والو برید لږترلږه شپږ مصري پوځي پولیس وژلي دي.
د مصر پوځ وايي، په سیمه کې یې دوه خښ کړای شوي ماینونه هم شنډ کړي دي.
پوځ د دغه برید پړه نېغه په نېغه پر اخوان المسلمین ګوند اچولې ده، خو دغې ډلې په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د پوځ ویاند ډګروال احمد علي ویلي، ځینو وسله والو "چې د اخوان المسلمین ګوند اړوند ترهګر وو- د پوځي پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی".
نومووړي پر خپلې رسمي فېسبوک پاڼې لیکلي، چې "وسله والو د پوستې ترڅنګ دوه ماینونه هم خښ کړي، چې هدف یې د ځواکونو وژل وو".
د دغه مصري ویاند په خبره، په قلیوبیه کې د برید تر پوستې تر دوو کیلومترو پورې امنیتي اغزن تارونه وغځول.
بل خوا، د مصر لومړي وزیر ابراهیم محلب ویلي، چې د دغو پولیسو قاتلین به ژر ومومي او قانون ته به یې وسپاري.
برید د ګهیځ پر پنځه نیمو بجو هغه مهال شوی، چې پوځيان د ګهیځ پر لمانځه ولاړ وو.
پوځ وايي، د دغو پوځیانو د وینې تویېدو سره د ترهګرۍ پرضد د جګړې هوډ لا پسې ډېر شوی دی.
د شنبې ورځې دغه برید په تېرو څو ورځو کې د مصر پر پوځ پخپل ډول کې دویم برید دی.
پر تېره پنجشنبې یو ضابط هغه مهال ووژل شو او درې نور پوځيان ټپیان شول، کله چې د دوی پر موټر برید وشو.








