د مصري ځوان د قتل قضیه کې پولیس زندانیان شول

د عکس سرچینه، Getty
د محکمې د پرېکړې او غونډې پرمهال پولیسو د محکمې د ودانۍ ټینګ امنیت نیولی و.
هرڅوک به چې د محکمې مخې ته تېرېدل، ټینګ یې تلاشي کول.
تورن پولیس محمد صلاح محمود او عوض اسمعیل سلیمان نومېږي.
وړاندې پر دوی د اوو کلونو بند حکم شوی.
سعید د ۲۰۱۰ جولای کې د اسکندریې ښار په یوه انټرنېټ کلپ کې د پولیسو له خوا نیول شوی و.
پولیسو ویلي وو، چې دغه ځوان له ځان سره نشه يي توکي لرل، چې د نیول کېدا پروخت یې د پټولو هڅه وکړه.
خو د هغه وکیلان وايي، چې ګني په زور یې په غاړه کې د نشه يي توکو یوه کڅوړه ور اچول شوې ده، چې همدا د ده د مړینې لامل شوه.
وکیلان یې دا هم وايي، چې تر نیول کېدا وروسته سخت وهل شوی دی.
د عدلي طب له خوا خپاره شوي لومړني رپوټونه وايي، چې سعدی د زندۍ له کبله ساه ورکړې ده.
د سعید مړینه په سیمه ییزه او نړیواله کچه وغندل شوه، چې په لړ کې یې د مصر اسکندریې او قاهرې ښارونو کې د بشري حقونو د فعالانو له لوري د مصر د مخکني نظام پرضد مظاهرې هم وشوې.
ترې وروسته د مصر لویې څارنوالۍ دوه پولیسو په ناحقه د سعید د نیولو او تر اجازې ډېر له هغه سره د زورزیاتي د کارولو په تړاو بندیان کړل.
فعالانو پر ټولیزو شبکو د سعید په پلوۍ کمپاین وکړ او د (موږ ټول خالد سعید یو) شعارونه یې خپاره کړل.
د ۲۰۱۱ جنورۍ میاشتې پر ۲۵، مصر کې د مظاهرو پرمهال د پولیسو پرضد مظاهرې وشوې، چې په لړ کې یې پخوانی ولسمشر حسني مبارک له واکه لیرې شو.








