قاهره کې د الجزیرې خبریالان محاکمه کېږي

د الجزیرې خبریالان په تېر دسمبر کې د قاهرې له یوه هوټل یووړل شول.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د الجزیرې خبریالان په تېر دسمبر کې د قاهرې له یوه هوټل یووړل شول.

د مقصر قاهره کې د پنجشنبې په ورځ (کب لومړۍ) د شلو خبریالانو محاکمه پیلېږي.

په دوی کې نهه خبریالان د الجزیرې تلوېزیني شبکې دي، چې پر ټولو نیول شویو ترهګریزو پېښو کې د لاس لرلو تور دی.

پر دوی دا تور هم دی، چې ګني دروغ خبرونه یې خپاره کړي دي.

په تورنو کې څلور استرالیایان هم دي، چې یوه یې پیټر ګریسټ له بي بي سي سره هم کار کړی دی.

د مصر پر حکومت نړیوالو سختې نیوکې کړې، چې په لوی لاس یې ازادي زندۍ کړې او د بشر پر حقونو یې پښې اېښې او قصداً خبریالان نیسي او په نښه کوي.

خو مصري چارواکي وايي، دغه قضیه له قانون نه د سرغړونې اړونده ده، او تورنو خبریالانو بې قانونه کار کړی.

که چېرې دغه تورن خبریالان پړه وخېژي، شاید په څو کلونو بند محکوم شي.

د نه خوړو اعتصاب

مصر کې د نیول شویو خبریالانو په پلوي لاریون هم شوی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، مصر کې د نیول شویو خبریالانو په پلوي لاریون هم شوی.

۱۶ مصري خبریالان له ترهګرو سازمانونو سره سره د تړاو او د "مصر د ملي یووالي او ثبات د ګډوډولو" په تور نیول شوي.

ګرېسټ، فهمي او سیمه ییز مصری خبریال باهر محمد په تېر دسمبر کې قاهره کې پر یوه هوټل د چاپې پایله کې ونیول شول.

د الجزیرې د عربي برخې خبریال عبدالله الشامي بیا له تېر اګست میاشتې راهیسې بندي دي، چې اوس یې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د ګریسټ پلار یوریس له بي بي سي نړیوال سرویس سره په مرکه کې ویلي، چې پر زوی یې تورونه لګول شوي، خو پرې ثابت شوي نه دي.