مصر کې 'خبریالان له تورونو سره مخامخ' دي

څارنوالانو ويلي، چې په مصر کې شل خبریالان له تورونو سره مخامخ دي.
د دوی ۱۶ يې مصريان دي، چې د يوې ترهګرې ډلې کسان بلل شوي او څلور نور يې بهرنيان دي، چې له دوی سره په همکارۍ او د غلطو خبرونو په خپرولو تورن دي.
په تورنو کې دوه برتانويان، يو هالنډی او يو استراليایی، پيټر ګرېسټ چې ګومان کېږي د الجزيرې خبريال دی، شامل دي.
د دغو په منڅ کې دو برتانوي، یو آلماني او یو استرالیایې ژورنالیست موجود دی چې ویل کيږي د استرالیا به د الجزیره شبکې خبریال بیتر ګیتس وي.
تر دې وړاندې د بي بي سي په ګډون نړيوالو خبري شبکو د الجزیرې د پنځو خبریالانو خوشي کول غوښتي و.
۱۶ مصري تورن له ترهګرې ډلې سره د تړاو، ملي یووالي او ټولنیز ثبات ته د زيان رسولو او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د ترهګرۍ د کاروولو په ګډون له ګڼو تورونو سره مخامخ دي.
۸ جمع ۱۲
څلور بهرنيان له ۱۶ مصريانو سره د مالوماتو، وسايلو، پېسو او د غلطو مالوماتو او اوازو په خپرولو کې د همکارۍ په تړاو تورن دي.
حکومت وايي دوی غوښتل نړيواله ټولنه قانع کړي، چې مصر د کورنۍ جګړې پر لور روانه ده.
د څارنوالانو د وينا له مخې د تورنو اته کسه يې په توقيف کې دي او ۱۲ نور په تېښته کې دي، چې حکومت يې د نيولو حکم صادر کړی دی.
د دغو خبریالانونو نومونه نه دي اخيستل شوي، خو وينا پاڼې ويلي، چې څلور بهرنيان خبريالان دي او د قطري شبکې الجزیرې لپاره کار کوي.








