مصر له وخته مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو اعلان وکړ

د عکس سرچینه، Reuters
د مصر موقتي حکومت اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنې یې رامخکې کړې.
دغه اعلان د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور په یوې تلویزیوني وینا کې وکړ او زیاته یې کړه چې د ټاکنو د رامخته کولو پرېکړه له سلا مشورو وروسته شوې ده.
دا په دې مانا ده چې اوس به په مصر کې لومړی د ولسمشرۍ او وروسته به پارلماني ټاکنې ترسره کېږي.
د بي بي سي خبریالان وايي له دې ګام سره ښايي هغه آټکلونه هم ډېر شي چې وايي د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح السیسي به ټاکنو ته ودرېږي.
وروسته له هغه چې د جولائ میاشت په وروستیو کې د جنرال السیسي په مشرۍ پخوانی ولسمشر محمد مرسي له واکه لیری کړای شو ګڼو خلکو له جنرال السیسي وغوښتل چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سیالۍ ته ودرېږي.
خو ځیني نور خلک اندېښنه لري او وايي چې که جنرال السیسي ټاکنو ته ودرېږي او ټاکنې وګټي ښايي یو ځل بیا د تېرو شپږو لسیزو په څیر پوځ د واک په ګدۍ کیني.
ځیني نور بیا جنرال عبدالفتاح السیسي یو پیاوړی کس بولي او وايي چې مصر ورته اړتیا لري.
ښاغلي مرسي د مصر لومړنی ولسمشر و چې په دیموکراتیک ډول انتخاب شوی و خو د ده د واکمنۍ پرضد له پراخو مظاهرو وروسته له واکه لیری کړای شو.
تاوتریخوالی
په همدې حال کې د مصر د روغتیا وزارت وايي وروستۍ شمېرې ښيي چې د پخواني ولسمشر حسني مبارک پر وړاندې د پاڅونونو د دریمې کلیزې په ياد په بېلا بېلو ښارونو کې د مظاهرو پرمهال لږترلږه ۴۹ تنه وژل شوي دي.
دغه کسان د پوځي حکومت پلوه او د هغوی د مخالفینو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي چې ډېری یې د قاهرې دي.
رپوټونه وايي په نښتو کې نژدې ۲۵۰ تنه ټپیان شوي هم دي.
د مصر د کورنیو چارو وزرات په یوې اعلامیې کې ویلي تر ۱۰۰۰ ډېر هغه مظاهره کوونکي نیول شوي چې چړې، پیټرولي بمونه او نورې وسلې یې له ځانونو سره لېږدول.








