مصر کې وسله والو ۵ پوليس په ډزو وژلي دي

د عکس سرچینه، Reuters
په مصر کې د پلازمېنې قاهرې جنوب ته د پولیسو پر یوې پوستې برید شوی، چې پایله کې یې پنځه پوليس سرتېري وژل شوي دي.
د بني صوف ښارګوټي په دغه برید کې دوه کسه نور ټپیان شوي، چې د یوه حالت نازک ښوول شوی دی.
بریدګر پر موټر سایکلونو سپاره وو او له ډزو وروسته يې له سيمې پښې سپکې کړې دي.
د یوې پوځي سرچینې په وینا امنیتي ځواکونه په سیمه کې د عاملینو د نيولو په موخه چاڼیزعملیات کوي.
د دغه بريد پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
تېر کال په جولای میاشت کې د پوځ له لوري د اسلامپاله ولسمشر محمد مرسي حکومت له چپه کېدو راهیسې په وسله والو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي دی.
دغه بريد پر داسې مهال شوی، چې د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنشنل مصري چارواکي په بشري سرغړونو تورن کړي دي.
د امنسټي انټرنشنل په یوه تازه راپور کې ویل شوي، تېر کال جولای میاشت کې د پوځ له لوري د اسلامپاله ولسمشر محمد مرسي د حکومت له ړنګولو راهیسې په سیاسي اړودوړ کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، په هغه بې ساري خونړي اقدام کې چې د تېر اګست میاشت کې په پلازمېنه قاهره کې د محمد مرسي پلویانو د احتجاجي کمپ د نړولو پر مهال وشو د هغوی ۵۰۰ کسه ووژل شول.
مصري چارواکو چې د پوځ ملاتړ ورسره دی، دمګړۍ د دغه راپور په باب څه نه دي ویلي.








