د مرسي محاکمه تر فبرورۍ پورې وځنډېده

د مرسي ملاتړي وايي، چې محمد مرسي او د اخوان المسلمین ګڼ نور مشران د سیاسي انګیزو لرونکو تورونو قرباني شول.
د عکس تشریح، د مرسي ملاتړي وايي، چې محمد مرسي او د اخوان المسلمین ګڼ نور مشران د سیاسي انګیزو لرونکو تورونو قرباني شول.

په مصر کې يوې محکمې له واکه د پرځول شوي اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي محاکمه د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې ځنډولې ده.

قاضي ويلي ښاغلی مرسي د خرابې هوا له امله نه شي کولای په قاهره کې د محاکمې قضايي غونډې ته ورشي.

خو يوه بل تورن په محکمه کې په لوړ غږ وويل چې ښاغلي مرسي هغې محکمې ته له ورتلو ډډه کړې، چې د ده په خبره غير قانوني ده.

پر ښاغلي مرسي او د هغه پر پخوانيو چارواکو تور دی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې په ۲۰۱۲ کال کې د مظاهره چيانو په وژلو او د تاوتريخوالي په پارولو کې لاس درلود.

محمد مرسي په دې هم تورن دی، چې د يوه زندان د ماتولو لپاره يې له بهرنيو ياغيانو سره لاس يو کړی و.

ښاغلی مرسي په تېر جولای کې د يوې کودتا په ترڅ کې له واکه په زور لرې کړای شو.

مخکنی خبر

د مصر پلازمېنه قاهره کې مخکنی منتخب ولسمشر محمد مرسي د قاهرې پولیسو اکاډيمۍ ته د محاکمې لپاره رسول شوی دی.

مرسي د یوې چورلکې په مټ د محکمې ودانۍ ته ورسول شو.

د اخوان المسلمین ګوند پر دغه مشر او مخکني منتخب ولسمشر د ۲۰۱۲ دسمبر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د لاریون کوونکو د وژنې تورونه دي.

قاهره کې امنیتي ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی.

محمد مرسي او د اخوان المسلمین ګوند ۱۴ نور غړي وړم کال د لاریون کوونکو په وژنې تورن او نیول شوي.

محمد مرسي د تېر کال جولای کې د پوځي کودتا پایله کې له واکه لیرې او بندي شو.

د هغه ملاتړو په تېر کې پرله پسې مظاهرې وکړې او د هغه د بېرته واک ته رسېدو غوښتنې یې کولې.

تېره جمعه، د مصر بېلابېلو سیمو کې، د پولیسو او اخوان المسلمین ګوند د پلویانو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۱۱ کسان ووژل شول.

د قاهرې نصر ښار کې د مرسي په پلوي مظاهرې شوې، خو د محکمې ودانۍ مخې ته د بي بي سي یو خبریال وايي، چې هلته مظاهره کوونکي نه شته.

د مصر لویې څارنوالۍ د مرسي او ځینو نورو کسانو دوسییې جنايي محکمې ته استولې دي دي.

د اخوان المسلمین ګوند مشر محمد بدیع او نامتو عالم یوسف القرضاوي هم د هغو ۱۲۸ کسانو په ډله کې دي، چې دوسیې یې د جنایتونو څېړونکې محکمې ته استول شوې دي.

برید

پر مرسي دوه نور تورونه هم دي، یو د اتحادیه ماڼۍ مخې ته د تاوتریخوالي هڅول او له بهرنیو بنسټونو سره معلومات شریکول.

مصري ځواکونه
د عکس تشریح، قاهره کې مصري ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی.

خو د بشري حقونو ځینو ډلو د مرسي پرضد دغه تورونه "نا منطقي" بللي دي.

مصري چارواکي وايي، مرسي به په "عادلانه" توګه محاکمه شي، خو د هغه وکیلان هڅه کوي چې د خپل موکل کتلو ته هېڅ اجازه نه ده ورکړل شوې.

مرسي په لومړي ځل د تېر نومبر په لومړیو کې محکمې ته حاضر کړای شو.

مرسي د زندان له پنجرو څخه په خبرو کې وویل، چې لاهم د مصر قانوني ولسمشر دی او د زندان د جامو له اغوستلو یې ډډه کړې وه.

د مرسي تر لیرې کېدا وروسته، مصري حکومت د اخوان المسلمین ګوند په ځپلو پسې راخیستې ده، او لسګونه جګپوړي مشران یې "ترهګر" او اخوان المسلمین ډله یې "ترهګر تنظیم" اعلان کړی دی.

د مرسي ملاتړي وايي، چې محمد مرسي او د اخوان المسلمین ګڼ نور مشران د سیاسي انګیزو لرونکو تورونو قرباني شول.